تازه خبرونه

ملګري ملتونه د افغان هلکانو او نجونو لپاره پر باکیفیته زده‌کړو ټینګار کوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیت او نورو اړوند کارپوهانو ویلي، د نجونو د تعلیم مخنیوی هیڅ توجیه نه‌لری.

ملګرو ملتونو د دوشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د چار شنبې پر ورځ د نوي ښوونیز کال له پیلیدو سره باید په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.

د ملګروملتونو په اعلامیه کې راغلي: داسې ښکاري، چې د دوه‌یم پرله پسې ښوونیز کال لپاره به تنکۍ نجونې د خپلو زده‌کړو له بیا پیلولو منع شي – افغانستان به په نړۍ کې یوازنی هېواد وي، چې نجونې منځني ښوونځي، لیسو او د لوړو زده‌کړو مرکزونو ته له تلو منع کوي.

د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د تړونونو د یوه غړي هېواد په توګه، افغانستان مکلف دی، چې د جنسیت او یا کوم بل بنسټ له تبعیض پرته د پوهنې حق ته درناوی ولري او ترې ساتنه  وکړي.

دوی دا ټینګار هم وړاندې کړی؛ که څه هم پر زده‌کړو بندیز بېرته واخیستل شي، مونږ د زده‌کړې د کیفیت په اړه اندېښمن یو، چې د نجونو او هلکانو لپاره به چمتو شي.

دوی د هلکانو د ثانوي ښوونځیو په اړه هم ځورونکي راپورونه وړاندې کوي، چې له دیني ښوونکیو سره د وړ مسلکي ښوونکیو ځای په ځای کول، د ښوونځي په نصاب کې د پام وړ بدلونونه او د ښوونځيو د مضامینو محدودیت په ګوته کوي.

دوی له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې سمدلاسه ټول ثانوي ښوونځي او د نجونو او ځوانو میرمنو لپاره د لوړو زده‌ کړو مرکزونه بېرته پرانیزي.

Trending

Exit mobile version