تازه خبرونه

ملګري ملتونه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه یوه بله نړیواله غونډه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳۰, ۱۴۰۲)

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر سیاسي مرستیال ویلي؛ په نږدې راتلونکي کې به د دې ټولنې پر نوښت د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې اسلامي امارت به یې اړینه برخه وي.

سکات سمیت دغه موضوع په کابل کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیالۍ د دفتر له عمومي رییس مولوي ذاکر سره په کتنه کې راپورته کړې؛ خو هغه د دې غونډې ځای او وخت په ډاګه کړی نه‌دی.

د ریاست الوزراء د سیاسي دفتر د مطبوعاتي څانګې مسوول حسن حقیار په دې اړه ويلي: د یوناما استازي ډاډ څرګند کړ، چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه یو لوی نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې له ۲۰ ډېر هېوادونه او نومیالي کسان به په کې ګډون وکړي او مونږ به هڅه وکړو، چې امارت هم ورته راوبلل شي.

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې دوی ته تر اوسه بلنه نه‌ده رارسیدلې او کله، چې ورته بلنه ورکړ شي؛ بیا به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش پر مشرۍ د افغانستان په اړه د هېوادونو د ملتونو د استازیو په دوه‌یمه غونډه کې به ګډون وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: که د افغانستان اسلامي امارت ته بلنه ورکړ شي، طبعاً په کې ګډون کوي؛ خو داسې نهءښکاري؛ ځکه، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د رسمیت پېژندلو موضوع اوس هم پاتې ده او د افغانستان څوکۍ هم نه‌ده سپارل شوې.

په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي راپور هم وڅېړل شي او په اړه به یې د نظر تبادله وشي.

فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په اړه راپور چمتو کړی او د افغانستان په چارو کې یې د هېوادونو استازیو ته وړاندې کړی دی.

په دې اړه پوهانو ويلي، چې په لویو غونډو کې د افغان استازیو حضور اړین او ضروري دی.

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي کریم امین ويلي: دا غونډې د افغانستان له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره دي. د دې ناستو په دوه‌یم پړاو کې د طالبانو د اسلامي امارت د تنظیم د پلاوي نشتوالی به بې له شکه مثبت نه‌ وي. له همدې کبله په هغو غونډو کې د طالبانو د پلاوي شتون یوه اړینه او پرېکنده مسله ده، چې د حل لار ورته پیدا کیږي او د افغانستان کړکیچ به په کې تر بحث لاندې ونیول شي.

انتونیو ګوترش د دې غونډې لومړی پړاو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تړلو دروازو تر شا ترسره کړ. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت یو شمېر نور چارواکي بیا وايي؛ د افغانستان په اړه غونډې هغه مهال مثبتې پایلې لرلی شي، چې د اسلامي امارت استازی په کې وي او له قید، شرطه او فشار پرته وي.

Trending

Exit mobile version