تازه خبرونه
ملګري ملتونه په هرات کې اړمنو کسانو ته ژمني توکي وېشي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په هرات ولایت کې تر خیمو لاندې اوسیدونکیو کورنیو ته ژمني توکي وېشي.
د دې بنسټ ژمنۍ مرستې پر اړمنو کورنیو، کمزورو ماشومانو او کونډ میرمنو وېشل کیږي.
یونیسف په ډاګه کړې، دا ژمني توکي په افغانستان کې د روان ژمي پر مهال د زیانمنونکیو ماشومانو، میندو او کورنیو د خوندیتوب یوه برخه ده.
امریکا پرون (سې شنبه د مرغومي ۲۱) ویلي، چې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د ۳۰۸ میلیون ډالرو اضافي بشري مرستې کوي.
د امریکا د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، چې امریکا به د کوویډ-۱۹ واکسین یو میلیون اضافي ډوزونه هم افغانانو ته ورکړي، چې له دې سره به یې مرسته ټولټال ۴.۳ میلیون خوراکه ته ورسیږي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د تېر حکومت نږدې ۸۰ سلنه بودجه د نړیوالې ټولنې له خوا تمویلېده. دغه مرستې، چې اوس پرې شوي؛ د پخواني افغان حکومت په وخت کې روغتونونو، ښوونځیو، فابریکو او وزارتونو ته رسېدې.