لوبی

ممبي انډینز لوبډلې د هند غوره لیګ بل پړاو ته لار پیدا کړه

سوریا کمار یاداو د دې نندارې ستوری و؛ ځکه، چې پر ​​۴۳ توپونو یې ۷۳ منډې جوړې کړې او ممبي لوبډله یې ۱۸۰ منډو ته ورسوله.

Published

on

ممبي انډینز لوبډلې د چارشنبې پر شپه په وانکیډي لوبغالي کې د ډیلي کپیټلز پر وړاندې د ۵۹ منډو پر پرېکنده بریا د هندوستان غوره لیګ پلې‌آف پړاو ته لار پیدا کړه.

سوریا کمار یاداو د دې نندارې ستوری و؛ ځکه، چې پر ​​۴۳ توپونو یې ۷۳ منډې جوړې کړې او ممبي لوبډله یې ۱۸۰ منډو ته ورسوله.

که څه هم د ډیلي توپ‌اچوونکو د لوبې په ډېره برخه کې لوبه تر کنټرول لاندې راوستې وه؛ خو د مکیش کومار او دوشمانتا چامیرا د دې علت شو، چې ممبي لوبډلې ۴۸ چټکې منډې پخپلو امتیازاتو ورزیاتې کړې.

ډیلي لوبډله په ۱۸.۲ اورونو کې پر ۱۲۱ منډو وسوځېده.

د ممبي انډینز لپاره میچل سنټنر او جسپریټ بومرا درې – درې ویکټې واخیستې.

د ممبي انډینز لوبډله اوس په پلې‌آف پړاو کې ځای لري. په داسې حال کې، چې ډیلي لوبډله له ټورنمنټ یا سیالیو څخه بهر شوې ده.

ممبۍ انډینز له ګجرات ټایټنز، رویال چلینجرز بنګلور او پنجاب کینګز سره په پلی‌آف کې دي.

کرکټ مینه‌وال کولی شي د نن (پنجشنبې) لوبه، چې ګجرات ټایټنز به له لکنو سوپر جایانټز سره د ماښام پر ۶:۳۰ مخ شي؛ له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.

Trending

Exit mobile version