تازه خبرونه
مودي: نوی ډیلی او عشق آباد په باثباته افغانستان کې ګډې ګټي لري
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د ترکمنستان له ولسمشر سره په خبرو کې ویلي چې نوی ډیلی او عشق آباد دواړه په سوله ایز او باثباته افغانستان کې ګډې ګټي لري.
هغه د ټاپي د ګازو د نل لیکې په عملي کیدو هم ټينګار وکړ. په ټاپي پروژه لس میلیارده ډالره پانګونه کیږي چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان ګاز لیږدول کیږي.
ټاکل شوې دغه پروژه په دوه زره اتلسم میلادي کال کې بشپړه شي.
افغانستان په داسې حال کې چې د سیمې د مواصلاتي او اقتصادي محور په توګه مطرح دی، خو نا امنیو او جګړې په دغه محور سیوری غوړولی دی.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ترکمنستان له ولسمشر سره په لیدنه کې د افغانستان سوله او ثبات د نوي ډیلي او عشق آباد لپاره مهم بللی دی.
“مونږ په سوله ایز افغانستان او سوله ایزه مرکزي آسیا کې ګډي ګټي لرو. مونږ په سیمه کې له افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې ګډې موخې پالو.“
ښاغلي مودي د ټاپي پروژې د عملي کیدو غوښتنه هم کړيده.
“زمونږ د اړیکو مهم نوښت د ټاپي پروژه ده. دغه پروژه به د سیمې اقتصادي اقتصادي همکاریو ته نوی رنګ ورکړي. دا چې څلورو هیوادونو دغې پروژې ته تیاری نیولی مونږ یې هر کلی کوو. ما ولسمشر ته دا وړاندیز هم وکړ چې د نورو بدیلونو تر څنګ د ایران له لارې د دغې پروژې په عملي کیدو هم غور وکړي.“
د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمداوف ویلي چې د ټاپي پروژې په هکله خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي دي:
“اوس د دغه نل لیکې په هکله خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي دي. د دغه پروژې رهبر به د سپتمبر په میاشت کې معرفي شي او بیا به يې په بیړه چارې پیل شي.“
د افغانستان له لارې، پاکستان او هند ته د ترکمنستان د نل لیکې اوږدوالی یو زرو اتو سوو کیلو مترو ته رسیږي چې شا او خوا اووه سوه کیلو متره د افغانستان له خاورې تیریږي.
په دغه نل لیکه کې به هر کال دوه اعشاریه درې میلیارده مکعب ګاز، افغانستان، پاکستان او هند ته صادریږي.
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ
په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.
هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنېپټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.
په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځهویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.
په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.
عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
-
تازه خبرونه5 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
لوبی3 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه3 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
نړۍ3 days ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی