تازه خبرونه
مولوي متقي له اسلامي هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي نن په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې په ۱۷ځانګړې غونډه کې د وینا پر مهال له اسلامي هېوادونو څخه د سیاسي او اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي وضعیت په ځانګړي توګه پر اقتصادي او بشري هڅو خبرې وشوې.
مولوي متقي ویلي، د افغانستان سیاسي او اقتصادي انزوا د هیچا په ګټه نده.
هغه زیاته کړې: مونږ د یوې کورنۍ د غړیو په توګه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ټولو غوښتنو، اندېښنو او وړاندیزونو ته، چې له رامنځته شوي اقتصادي ناورین څخه د وتلو عادلانه لار په ګوته کوي، اورېدو او منلو ته چمتو یو. مونږ په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له خواخوږۍ مننه کوو او د افغانستان د خلکو د استازي او مسوول حکومت په توګه د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په حکومتي بېلابېلو برخو کې د وړتیا لرونکیو شخصیتونو د ونډې تامینول خپله دنده ګڼو او مونږ په دې برخه کې ډېر څه کړي هم دي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ د اسلامي همکاریو ټولنې پر غړیو، چې د خپلو سفارتونو د بیا پرانستلو بهیر یې ځنډولی غږ کوو، چې په کابل کې خپل دفترونه بېرته پرانیزي او مونږ به یې د دوستو هېوادونو په توګه هرکلی وکړو.
مولوي متقي وایي: په دې وروستیو کې د اسلامي امارت رهبرۍ د ښځو د حقونو په اړه خورا اغېزمن فرمان صادر کړی، چې د دوی د حقونو په تطبیق کې به ډېر اغېزمن شي. په خواشینۍ سره باید ووایو، چې اوس هم مونږ د ځینو رسنیو لخوا د یو اړخیزې تبلیغاتي جګړې هدف یو او د افغانستان اوسنی انځور نړۍ ته په خورا بد ډول وړاندې کوي.
د روان کال د زمري د ۲۴ \ د اګست د ۱۵ له بدلون راپدیخوا په افغانستان کې عامه سوله ده او هیڅوک د سیاسي یا نورو دلایلو له کبله ګواښل شوي ندي.
نوموړي دا هم ويلي، چې په لنډه موده کې به ټولې دولتي ادارې فعالې او خدمات به چټک وړاندې شي.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په بهیر کې په ډاګه کړې، چې: د پخواني حکومت پېنځه سوه زره مامورينو د تېر وخت په شان په بېلابېلو برخو کې خپلې دندې روانې ساتلي او له هيچا سره هيڅ ډول تبعيض او یا پرې تعرض ندى شوى. په اوسني حکومت کې مذهبونه موجود دي؛ مونږ ژمن یو، چې د ټولو توکمونو او مذهبونو مسلکي کسانو ته د کار غوره فرصتونه برابر کړو.
مولوي امیر خان متقي همدارنګه د فساد، استبداد، غصب او د افغانستان له ملي شتمنیو څخه د ناوړه استفادې د له منځه وړلو په اړه وویل: له لسیزو راپدیخوا د لومړي ځل لپاره افغانستان یو خپلواک دولت لري. نوی حکومت، چې پر ټول هېواد بشپړ حاکمیت لري؛ د هېواد ټوله جغرافیه او ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت یې تامین کړی او د نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ هم ندی. مونږ ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه اسلامي نړۍ ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې به په ګډه کار کوو.
هغه ويلي؛ په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لپاره ډېر فرصتونه شتون لري.
متقي هیله څرګنده کړه، چې د سیمه ییزو پروژو کار به ډېر ژر پیل شي او د پیل شویو پروژو نیمايي به د نړیوالې ټولنې په مرسته بشپړې شي.
دی وایي: د بهرنۍ پانګونې لپاره ډېر فرصتونه شته؛ مونږ له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو څخه غواړو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او لازمې آسانتیاوې به ورته برابرې هم شي. د ډاډمن امنیت په پایله کې افغانستان اوس کولی شي خپل اقتصادي مرکزیت خوندي او خپله ونډه په کې روښانه کړي. په داسې حال کې، چې زمونږ ولس د جګړې، وچکالۍ، ناروغیو او بېوزلۍ سره مخ دی، زمونږ د خلکو په میلیارډونو ډالر بانکي زېرمې کنګل شوي؛ د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، آسیایي بانک او نورې ادارې او د مرستو پروژې ځنډېدلي دي. د ګډوډۍ په دې حالت کې، روغتیایي سیسټمونه، تعلیم او عامه خدمات له خطر سره مخ او خلکو ته زیان رسوي.
متقي ډاډ څرګند کړ، چې مونږ دمګړۍ لنډمهاله او بیا اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لرو.
امیر خان متقي د اسلامي هېوادونو او نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته د افغانستان د اوسني بحران حل لارې ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې: پر مالونو او بشري مرستو سربېره نغدو پیسو ته ډېره اړتیا ده. له نېکه مرغه افغانستان اوس یو مسوول او له فساد پاک حکومت لري او ژمن دی، چې افغانان له راتلونکیو ستونزو خلاص کړي؛ ځکه، چې دا یو نوی پرمختګ دی او مونږ له غیرعادلانه بندیزونو سره مخ یو او خلک مو ستاسو مرستې ته اړتیا لري.
هغه څرګنده کړې: امریکا، چې پر افغانستان بنديزونه لګولي او د افغانانو شتمنۍ يې کنګل کړې؛ د افغانستان خلکو ته یې زيان رسولی او دا د افغانانو له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده. مونږ د دې سرمشریزې له ګډونوالو څخه غواړو، چې د افغانانو له ځورولو او د حکومت د کمزوري کولو مخه ونیسي؛ ځکه دا کار زمونږ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته نکوي. دا ډول کړنې د امریکا انځور کمزوری کوي او د کډوالۍ څپې زیاتوي، چې ټولې نړۍ ته به منفي پایلې ولري.
د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې ودرولې؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره یې د نړیوالو موسسو نغدي مرستې هم وځنډولې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
تازه خبرونه
د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو کمېدا میلیونونه کسان له بحران سره مخ کړي
د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې د نړۍ د بشري اړتیاوو له زیاتوالي سره – سره د ژغورونکو مرستو د برابرولو کچه تر هر وخت ډېره ټیټه شوې ده او میلیونونه کسان په «هېر شویو ناورینونو » کې له سخت خطر سره مخ دي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.
د NRC سرمنشي یان ایګلنډ ویلي، چې ۲۰۲۶ کال د وینزویلا او سوډان په ګډون د میلیونونو کسانو لپاره «برخهلیک ټاکونکی کال» دی او خبرداری یې ورکړی، چې د مرستو پرلهپسې کمښت کولی شي د «سترو انساني تلفاتو» لامل شي.
هغه زیاته کړې؛ هېوادونه باید بشري مرستې د اړتیا پر بنسټ، نه د سیاسي ملاحظاتو پر اساس ووېشي او له هغو هېوادونو یې، چې مالي سرچینې لري د بشري ناورینونو پر وړاندې له مسوولیت څخه د ډکو کړنو د تر سره کولو ِوښتنه کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان هم د لومړي ځل لپاره د NRC د «هېر شویو ناورینونو» په نوملړ کې شامل شوی او د بشري پروګرامونو تمویل یې شاوخوا ۱۱ سلنې ته راټیټ شوی دی.
NRC خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمېدا په داسې حال کې ده، چې له ۲۱.۹ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه نور هم له ګاونډ هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
دې ادارې ټینګار کړی، چې د عاجلو بشري مرستو له زیاتوالي پرته به میلیونونه کورنۍ په افغانستان او نورو ناورین ځپلیو هېوادونو کې له لوږې، بېکورۍ او زیاتې ناامیدۍ سره مخ شي.
تازه خبرونه
«مونږ له بمبارۍ او فشار نه وېرېږو او نه ماتې خورو!» -د اطلاعاتو او کلتور وزیر
هغه زیاتوي؛ مونږ هغه کسان مات کړل، چې له تاسې څخه پر پرمختللیو تجهیزاتو او عصري وسلو سمبال ول.»
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني په کاپیسا ولایت کې د « خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي وړتیاوو لوړولو» سمینار ته د وینا پر مهال ویلي، چې هیڅ راز فشار او برید نهشي کولی د افغانانو اراده کمزورې کړي.
نوموړی وایي:« هغو کسانو ته باید وویل شي، چې زمونږ ماشومان یې د شپې پر خوب ویده ظالمانه بمبار او «شهیدان» کړي دي؛ مونږ له بمبارۍ او سختیو نه وېرېږو.»
هغه زیاتوي؛ مونږ هغه کسان مات کړل، چې له تاسې څخه پر پرمختللیو تجهیزاتو او عصري وسلو سمبال ول.»
تازه خبرونه
ازبکستان او قطر د افغانستان د تلپاتي پرمختګ پر ملاتړ ټینګار وکړ
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمتالله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
ازبکستان او قطر په ګډه غونډه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د تلپاتي پرمختګ د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمتالله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د افغانستان اړوند موضوعاتو او ډېرې همغږۍ اندونه وړاندې کړي دي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، قطر د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي رغونې د ملاتړ لپاره د تاشکند له پرلهپسې هڅو ستاینه کړې او د سیمهییز ثبات، سیمهییز اتصال او اقتصادي پراختیا په پیاوړتیا کې یې د ازبکستان رول اړین بللی دی.
دواړو لوریو د غونډې په پای کې د خبرو د دوام، د عملي همکاریو د پراختیا او د هغو نوښتونو پر ملاتړ ټینګار هم وکړ، چې له افغانستان سره په تړاو د سولې، اقتصادي پراختیا او د سیمهییز اتصال له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
-
تازه خبرونه1 day agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports3 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار4 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
