سیمه ییز خبرونه

مونږ د یورانیموله غني کولو لاس اخیستونکي نه‌یوو- عراقچي

عراقچي د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ دېرشمه) له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي:”د یورانیمو غني کول اوس بند شوي دي؛ ځکه، چې؛ هو! زیان ډېر او زیات دی. مونږ نشو کولی خپل غني کول پرېږدو؛ ځکه، چې دا زمونږ د ساینس پوهانو لاسته راوړنه ده او اوس له دې څخه ډېر مو د ملي ویاړ خبره ده.”

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي؛ تهران نشي کولی د یورانیمو د غني کولو خپل پروګرام ، چې تېره میاشت د امریکا او اسرائیلو د هوايي بریدونو له کبله سخت زیانمن شو؛ پرېږدي.

عراقچي د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ دېرشمه) له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي:”د یورانیمو غني کول اوس بند شوي دي؛ ځکه، چې؛ هو! زیان ډېر او زیات دی. مونږ نشو کولی خپل غني کول پرېږدو؛ ځکه، چې دا زمونږ د ساینس پوهانو لاسته راوړنه ده او اوس له دې څخه ډېر مو د ملي ویاړ خبره ده.”

هغه زیاته کړې، چې ایران له امریکا سره “خبرو اترو ته چمتو ده”؛ خو دا خبرې اترې به د اوس لپاره مخامخ نه‌وي.

عراقچي دا هم ویلي: “که دوی [امریکا] د ګټونکي – ګټونکي پر حل‌لارې ګام ږاخلي؛ زه ورسره تعامل ته چمتو یوو”.

دې لوړ پوړي ایراني چارواکي زیاته کړې: “مونږ چمتو یوو؛ د باور جوړونې لپاره هر راز اړین هڅې وکړو او ثابته کړو، چې د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز دی او تل به سوله‌ییز پاتې شي او هیڅکله به د اټومي وسلو پر لور ولاړ نشي. په بدل کې یې مونږ تمه لرو، چې خپل بندیزونه لرې کړي. زما پیغام امریکا ته دا دی، چې راځئ د ایران د اټومي پروګرام لپاره د خبرو اترو حل ولټوو.”

د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونې له فاکس‌نیوز سره د ۱۶ دقیقو مرکې یوه برخه ده.

ایران او امریکا د اسرائیلو له برید مخکې په مسقط او روم کې پېنځه پړاوه نامخامخ خبرې کړي؛ په هرصورت، دا خبرې “صفر ته د غني کولو” پر پروګرام د امریکا ټینګار له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وې.

تهران تل ټینګار کړی، چې د دوی اټومي پروګرام سوله‌ییز دی او د اټومي وسلو د جوړولو هیڅ اراده نلري.

ایراني چارواکو زیاته کړې؛ دوی به هیڅکله له خپلې سرې کرښې شاته نشي او د یورانیمو غني کولو ته به “پر هوکړې او یا پرته له هوکړې” دوام ورکړي.

اسراییل د غبرګولي درویشتمه / د جون دیارلسمه د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو او همدارنګه استوګنځیو هوايي بریدونه پیل کړل او بیا د امریکل هوایي ځواکونو د تهران له اټومي پروګرام سره تړلي درې مهم تاسیسات بمبارډ کړل.

ایراني چارواکو ټینګار وکړ، چې د ایران د اټومي خبرو اترو په لړ کې د اسرائیلو له یرغل د امریکا ملاتړ له ډیپلوماسۍ سره “خیانت” ګڼل کیږي.

عراقچي فاکس نیوز ته ویلي؛ د ایران اټومي انرژۍ ټولنه اوس هم د بریدونو د زیانونو د ارزونې په حال کې ده، چې د ایران پر غني شویو توکو یې څوکره اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې دوی به “ډېر ژر” خپلې موندنې د اټومي انرژۍ نړیوالې ټولنې (IAEA) ته وړاندې کړي او ایران ته د د دې ټولنې د پلټونکو د رالېږلو غوښتنه “به پر پوره پاملرنې وارزوي.”

دې ایراني چارواکي ویلي، چې تهران “له دې ټولنې سره خپله مرسته نده بنده کړې.”

له هغه وروسته، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روانې میاشتې په پیل کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ټولنې سره د ایران د مرستې ځنډولو قانون لاسلیک کړ او پلټونکي یې له تهران څخه ووتل.

ایران د جون پر دولسمه د دې ټولنې او د هغې د عمومي منشي رافیل ګروسي د پرېکړې په اړه سختې نیوکې کړې او تهران یې د خپلو اټومي ژمنو په پوره کولو کې د پاتې راتلو پر تور تورن کړی دی.

ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دا پرېکړه لیک یوه له هغو “پلمو” څخه ده، چې اسرائیل او امریکا یې پر تهران او نورو ښارونو برید ته وهڅاوه، چې په کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ ایرانیان ووژل او سلګونه نور يې ټپیان کړل.

Trending

Exit mobile version