تازه خبرونه
مونږ له افغانستان سره د مرستې لپاره ۵۳۹ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو- د خوړو نړیوال پروګرام
نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې په دې هېواد کې د لوږې بحران هره ورځ چټکتیا مومي؛ ښځې، ماشومان او په ځانګړي توګه جبري راستنېدونکي له خورا سختو شرایطو ځوریږي.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې څرګنده کړې، چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې د افغانستان د میلیونونو خلکو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۵۳۹ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې په دې هېواد کې د لوږې بحران هره ورځ چټکتیا مومي؛ ښځې، ماشومان او په ځانګړي توګه جبري راستنېدونکي له خورا سختو شرایطو ځوریږي.
د دې بنسټ د احصائیو له مخې؛ په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ میلیون خلک سږکال د اوړي په موسم کې د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د بهرنیو مرستو کمښت او هېواد ته د کډوالو جبري راستنیدا په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې دا وضعیت بېړنيو هڅو ته اړتیا لري او د اړینو مرستو چمتو کول کولی شي د میلیونونو خلکو په ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي.
دغه راز د زیان منونکو ډلو لکه ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړې پاملرنه خورا مهمه ده؛ ځکه، چې له بحران څخه سخت اغېزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې به تر ۲۰۲۵ پورې له ۱۵ میلیون څخه ډېر خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي او د بیو لوړوالی، بې کاري او وچکالي به وضعیت نور هم پېچلی کړي.