تازه خبرونه
مونږ له نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړو – مولوي متقي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقی د هېواد په اړه د واشنګټن میشتو افغانانو د سولې او بشري مرستو تر سرلیک لاندې یوه جوړ شوي کنفرانس ته په انلان خبرو کې ویلي، مونږ له نړۍ سره مثبتو اړیکو ټینګولو ته ژمن یوو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی وايي، که د افغانستان نوی دولت د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت وپېژندل شي یا نه، اسلامي امارت د دوحې ژمنو ته ژمن دی.
هغه ویلي، مونږ له ګاونډ هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د رغنده او مثبتو اړیکو د ټینګولو په لټه کې یوو.
مولوي متقي وایي: مونږ به هيڅکله چا ته اجازه ورنکړو، چې د افغانستان خاوره د نورو پر زيان وکاروي. مونږ به نورو ته اجازه ورنکړو، چې د هېواد په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه وکړي. مونږ د نورو ملتونو مشروع ګټو او غوښتنو ته درناوی لرو او د ورته کړنو غوښتنه کوو.
هغه زیاته کړې: اوسمهال په اسلامي امارت کې د پخواني حکومت ۵۰۰ زره کارکوونکي کار کوي او د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته مو د هیچا په وړاندې تعصب هم نه دی کارولی.
مولوي متقي د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹ له امریکا سره د طالبانو هوکړه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې یو اړین ګام بولي.
هغه ویلي؛ سلامي امارت ته د واک لېږد په سوله ییزه فضا کې، د اوازو برعکس ترسره او د تېر کال په اګست میاشت کې هېواد له یوه نازک پړاو څخه تېر شو.
متقي زیاته کړې: د افغانستان اسلامي امارت د ملي یووالي له پیغام سره کابل ته داخل شو؛ سیاسي او نظامي حریفانو ته یې د ورورګلوۍ او سولې لاس ور اوږد کړ. داسې متمدن، انساني او اسلامي عمل ډېر کم لیدل شوی دی.
نوموړي په افغانستان کې د پخواني حکومت د کارکوونکیو او چارواکو د ځورونې په تړاو ويلي، چې دا یوازې د یو شمېر ټولنیزو رسنیو شایعات دي او په حقیقت کې داسې کوم څه نشته.
د یادونې ده، چې مولوي متقي په ایران کې د افغانستان له یو شمېر سیاسي څېرو سره د لیدنې په تړاو ويلي، د امیر المومنین د عفوې فرمان له مخې یې له دوی وغوښتل، چې بېرته هېواد ته راستانه شي. اوس د دې وخت رارسیدلی، چې ټول په ګډه سره د افغانستان د جوړولو لپاره لاس په کار شو.