تازه خبرونه
مونږ له ښځو پرته نشو کولی، چې د افغانستان میرمنو ته مرستې ورسوو – یان ایګلن
د ناروې د کډوالو شورا رییس یان ایګلن ويلي، چې په افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره د ښځو حضور اړین دی او اوسمهال د میرمنو د کار بندیز له کبله مو هڅې ځنډېدلي دي.
په بهرنیو او کورنیو موسسو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو پرېکړې په ظاهره کې د بشري مرستو لړۍ ته پوره زیان رسولی، چې ان د ناروې د کډوالو شورا ویلي، چې د ښځو له حضور پرته دوی خپل ټول فعالیتونه درولې دي.
د دې شورا مشر جان ایګلن د کډوالو او راستنېدونکیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي؛ د ښځو له حضور پرته دوی نشي کولی، چې خپلې حیاتي بشري مرستې روانې وساتي او دمګړۍ یې هم په افغانستان کې خپل تول فعالیتونه درولې دي.
د ایګلن د څرګندونو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۵۰ زره افغانانو ته مرسته رسولې او ۴۶۹ ښځينه کارمندانو ته، چې ۷۰۰ زره نورو اړمنو کسانو لپاره مرستې ورسوي؛ اړتیا لرو.
نوموړی وایي: له ښځينه کارمندانو پرته مونږ نشو کولی کار وکړو؛ مونږ له ښځو پرته نشو کولی، چې د افغانستان میرمنو ته مرستې ورسوو. په واقعیت کې مونږ له یوې ستونزې سره مخ شوي یوو او اوسمهال نشو کولی، چې زرګونه اړمنو کسانو ته مرستې ورسوو. د افغان ټولنې د ټولو ارزښتونو پر بنسټ، له خپلو ښځينه کارمندانو سره کار کوو. مونږ به خپل فعالیت بیا پيل کړو او هیله من یوو، چې یوې پایلې ته ورسېږو.
د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر د ناروې د کډوالو شورا له رییس سره په لیدنه کې ویلي، چې د شریعت په چوکات کې د ښځو د تحصیل او کار لپاره هڅې روانې دي او بشري مرستې باید مشروطې نه وي او بهرنیان دې په بېړه پرېکړې نکوي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي؛ دوی هڅه کوي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د کار او تحصیل لپاره زمینه برابره شي. بشري مرستې باید مشروطې نه وي او بهرنیان دې هم باید د افغانستان په اړه له وخته مخکې پرېکړې نکوي.
دغه راز په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال د امر بالمعروف له وزیر محمد خالد حنفي سره په لیدنه کې د ښځو د تحصیل او کار د نه کولو د پرېکړو پر لغوه کېدو ټینګار کړی.
مارکوس پوتزل ویلي، چې اوسنی وضعیت د بشري مرسته کوونکیو لپاره د اندېښنې وړ دی او د افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره باید په بهرنیو بنسټونو کې د ښځو د کار کولو شرایط برابر شي.
د امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت ویاند وزارت ویلي، چې باید د افغانستان د خلکو فرهنګ او عنعنات په پام کې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي ادارې رییس خبرداری ورکړی و، چې که په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز پرېکړه لغو نشي؛ د دې ټولنې تر چتر لاندې مرستندویه موسسې نشي کولی له افغانانو سره بشري مرستې وکړي. په داسې حال کې، چې په افغانستان کې ۲۸ میلیون وګړي دغو مرستو ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ14 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه9 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
تازه خبرونه12 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
