تازه خبرونه

مونږ له ښځو پرته نشو کولی، چې د افغانستان میرمنو ته مرستې ورسوو – یان ایګلن

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۱)

د ناروې د کډوالو شورا رییس یان ایګلن ويلي، چې په افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره د ښځو حضور اړین دی او اوسمهال د میرمنو د کار بندیز له کبله مو هڅې ځنډېدلي دي.

په بهرنیو او کورنیو موسسو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو پرېکړې په ظاهره کې د بشري مرستو لړۍ ته پوره زیان رسولی، چې ان د ناروې د کډوالو شورا ویلي، چې د ښځو له حضور پرته دوی خپل ټول فعالیتونه درولې دي.

د دې شورا مشر جان ایګلن د کډوالو او راستنېدونکیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي؛ د ښځو له حضور پرته دوی نشي کولی، چې خپلې حیاتي بشري مرستې روانې وساتي او دمګړۍ یې هم په افغانستان کې خپل تول فعالیتونه درولې دي.

د ایګلن د څرګندونو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۵۰ زره افغانانو ته مرسته رسولې او ۴۶۹ ښځينه کارمندانو ته، چې ۷۰۰ زره نورو اړمنو کسانو لپاره مرستې ورسوي؛ اړتیا لرو.

نوموړی وایي: له ښځينه کارمندانو پرته مونږ نشو کولی کار وکړو؛ مونږ له ښځو پرته نشو کولی، چې د افغانستان میرمنو ته مرستې ورسوو. په واقعیت کې مونږ له یوې ستونزې سره مخ شوي یوو او اوسمهال نشو کولی، چې زرګونه اړمنو کسانو ته مرستې ورسوو. د افغان ټولنې د ټولو ارزښتونو پر بنسټ، له خپلو ښځينه کارمندانو سره کار کوو. مونږ به خپل فعالیت بیا پيل کړو او هیله من یوو، چې یوې پایلې ته ورسېږو.

د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر د ناروې د کډوالو شورا له رییس سره په لیدنه کې ویلي، چې د شریعت په چوکات کې د ښځو د تحصیل او کار لپاره هڅې روانې دي او بشري مرستې باید مشروطې نه وي او بهرنیان دې په بېړه پرېکړې نکوي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي؛ دوی هڅه کوي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د کار او تحصیل لپاره زمینه برابره شي. بشري مرستې باید مشروطې نه وي او بهرنیان دې هم باید د افغانستان په اړه له وخته مخکې پرېکړې نکوي.

دغه راز په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال د امر بالمعروف له وزیر محمد خالد حنفي سره په لیدنه کې د ښځو د تحصیل او کار د نه کولو د پرېکړو پر لغوه کېدو ټینګار کړی.

مارکوس پوتزل ویلي، چې اوسنی وضعیت د بشري مرسته کوونکیو لپاره د اندېښنې وړ دی او د افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره باید په بهرنیو بنسټونو کې د ښځو د کار کولو شرایط برابر شي.

د امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت ویاند وزارت ویلي، چې باید د افغانستان د خلکو فرهنګ او عنعنات په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي ادارې رییس خبرداری ورکړی و، چې که په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز پرېکړه لغو نشي؛ د دې ټولنې تر چتر لاندې مرستندویه موسسې نشي کولی له افغانانو سره بشري مرستې وکړي. په داسې حال کې، چې په افغانستان کې ۲۸ میلیون وګړي دغو مرستو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version