تازه خبرونه

مونږ په افغانستان کې د ترهګرۍ شواهد افغان چارواکو ته سپارلي – خواجه آصف

له جیو نیوز سره په یوه مرکه کې خواجه آصف ویلي، چې اسلام آباد تل له اسلامي امارت څخه د ترهګرو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.

Published

on

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ويلي، چې پاکستان کلونه وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ته په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه د پام وړ شواهد سپارلي وه.

له جیو نیوز سره په یوه مرکه کې خواجه آصف ویلي، چې اسلام آباد تل له اسلامي امارت څخه د ترهګرو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.

هغه څرګنده کړې: اسلام‌آباد اسلامي امارت ته ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستان د وسلوالو مخالفانو له شتون سره مخالف ندی؛ خو دوی باید ګواښ رامنځته نکړي.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت د حل لار وړاندیز کړې، خو د هغې د بریا هیڅ ډاډ نه و.

پاکستانیو چارواکو تل ادعا کړې، چې په پاکستان کې بریدونه له افغانستان څخه پلان کیږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې ناامني د پاکستان خپله ستونزه ده.

Trending

Exit mobile version