تازه خبرونه

مونږ په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ کوو- هند

هغه د هند روانو بشري مرستو او پراختیایي ملګرتیاوو ته په نغوته(اشاره ) کې د “افغانستان د ترټولو لوی سیمه‌ییز پراختیایي ملګري” په توګه د هند رول روښانه کړ او څرګندوي، چې هند به د افغانانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو پلي کول روان وساتي.

Published

on

د چین په چینګدائو کې د شانګهای همکارۍ ټولنې د دفاع وزیرانو د ناستې پرمهال د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د افغانستان له سولې، امنیت او ثبات څخه د نوي ډیلي کلک ملاتړ تکرار کړ.

هغه د هند روانو بشري مرستو او پراختیایي ملګرتیاوو ته په نغوته(اشاره ) کې د افغانستان د ترټولو لوی سیمه‌ییز پراختیایي ملګري په توګه د هند رول روښانه کړ او څرګندوي، چې هند به د افغانانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو پلي کول روان وساتي.

راجنات سینګ زیاته کړې: “هند تل په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات د ملاتړ کولو لپاره تلپاتې او ثابته پالیسي لرلې او زمونږ لومړیتوبونه خلکو ته بشري مرستې چمتو کول او د دې هېواد له پراختیایي اړتیاوو سره مرسته کول دي.”

هغه د نړیوالو ننګونو لکه له ترهګرۍ، سایبري ګواښونو او ترکیبي جګړې سره د مبارزې لپاره د ګډ عمل پر اړتیا هم ټینګار وکړ او د شانګهای همکارۍ ټولنې په چوکاټ کې یې د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

سینګ د شانګهای همکارۍ ټولنې پر غړو هېوادونو غږ وکړ، چې د سیمه‌‌ییزې سولې د ساتلو او د خپلو خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره نوره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړې: “هند د دې ټولنې د غړو ترمنځ د همکارۍ او متقابل باور له زیاتوالي ملاتړ کوي. مونږ ټول باید د خپلې سیمې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره ګډه ګامونه پورته کړو.”

د سیمه‌ییز اتصال په اړه د هند د دفاع وزیر له مرکزي آسیا سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد هوډ بیا تکرار کړ او څرګندوي، چې دا تعاملات باید د دې ټولنې د غړو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له اصولو سره سم ترسره شي.

د یادونې ده، چې د شانګهای همکارۍ ټولنې د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د چارشنبې پر ورځ پیل شوه او د دې غړو هېوادونو دفاعي چارواکي د سیمه‌ییز امنیت، ترهګرۍ سره د مبارزې او دفاعي همکارۍ په اړه بحث او نظرونه تبادله کوي.

Trending

Exit mobile version