International Sports

مکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي

دا سیالي د A ګروپ برخه ده او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو ستر پړاو پیلوي، چې په کې ۴۸ لوبډلې د درې کوربه هېوادونو؛ امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د ۳۹ ورځو په اوږدو کې تر سره کیږي.

Published

on

د فیفا ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې پر شپه د کوربه هېواد مکسیکو او جنوبي افریقا ترمنځ پر پرانیستونکې لوبه پیل کېږي. دا لوبه د مکسیکو په آزتکا لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا سیالي د A ګروپ برخه ده او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو ستر پړاو پیلوي، چې په کې ۴۸ لوبډلې د درې کوربه هېوادونو؛ امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د ۳۹ ورځو په اوږدو کې تر سره کیږي.

دا لوبه د ۲۰۱۰ز. کال د نړیوال جام د پرانیستې لوبې یاد هم تازه کوي؛ هغه وخت مکسیکو او جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې ۱-۱ مساوي شوي وه، چې د افریقا په وچه کې لومړنی نړیوال جام و.

تمه ده، چې له ۸۰ زره ډېر نندارچیان په آزتکا لوبغالي کې حضور ولري. دا لوبغالی به لومړی داسې لوبغالی وي، چې درې ځله د نړیوال جام د پرانیستې لوبې کوربه‌توب کوي؛ مخکې هم د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۶ کالونو پرانیستې لوبې په کې شوې وې.

مکسیکو، چې د نړۍ په درجه بندۍ کې څوارلسم مقام لري؛ د A ګروپ له قوي لوبډلو څخه ګڼل کېږي او غواړي د کوربه‌توب له امتیازه پر ګټه اخیستنې د سیالیو پیل پر بریا وکړي. دا لوبډله په وروستیو ۸ لوبو کې ماتې شوې نه‌ده او د ګانا، استرالیا او سربیا پر وړاندې یې روزنیزې لوبې ګټلې دي.

دغه راز جنوبي افریقا له ۲۰۱۰ز.کال وروسته بېرته نړیوال جام ته راستنه شوې او دا یې څلورم ګډون دی. که څه هم دا لوبډله د نړۍ په درجه بندۍ کې شپېتمه ده؛ خو روزونکی هوګو بروس باور لري، چې لوبغاړي یې کولی شي کوربه لوبډله له ننګونې سره مخ کړي.

هغه ویلي: «زمونږ لپاره دا یوه ډېره ښه تجربه ده. اړینه ده، چې د لوبې پر پلان ولاړ پاتې شو او په لوبغالي کې پر پېښو راوڅرخیږو.»

د جنوبي افریقا چمتووالی د ویزو د ځنډ له کبله یو څه اغېزمن شوی؛ خو لوبډله هیله لري، چې ۱۶ کلونو مخکې ته ورته دا ځل هم مکسیکو ته ستونزې جوړې کړي.

جنوبي افریقا په تېرو څلور مخامخ سیالیو کې مکسیکو دوه ځله ګټلې؛ یوه بریا یې ترلاسه کړې او یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.

دا پرانیستونکې لوبه د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ پیلېږي او په افغانستان کې به پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون او آریانا FM راډیو له لارې خپرېږي.

د لوبو مینه‌وال کولی شي د شپې له ۱۰:۳۰ څخه د لوبې ځانګړی پیلیز پروګرام وګوري.

Trending

Exit mobile version