تازه خبرونه

مکسیکو له افغان روباټ جوړوونکیو نجونو تود هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۴, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د افغان روباټ جوړوونکیو نجونو پېنځه کسیزه ډله هغه مهال له افغانستان څخه د مکسیکو پر لوري روانه شوه، چې طالبانو د کابل ښار څارنه هم ترلاسه کړه.

د مکسیکو نړیوال هوایی ډګر ته له رسیدو سره سم د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال مارټا ډلګادو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

د افغان نجونو دغې ډلې څو نړیوالې جایزې هم ګټلې دي.

مکسیکو په ایران کې د خپل سفارت په مرسته افغان ښځو او نجونو ته د تابعیت ورکولو اعلان کړی دی.

د مکسیکو بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په ایران کې د دغه هېواد سفارت افغان نجونو او میرمنو ته د تابعیت اسناد ورکوي.

دغه راز یادې سرچینې زیاته کړې: دوی بریالي شوي، چې دغه افغان نجونې د ناڅرګندو کسانو پر مرسته له افغانستان څخه وباسي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا هېواد به په راتلونکیو څو ورځو کې د افغانستان ډېرو میرمنو او نجونو  ته تود هرکلی څرګند کړي.

ویل کیږي، چې د افغان روباټیک ډلې پاتې نجونې په قطر کې دي.

Trending

Exit mobile version