تازه خبرونه
مینه پال او مرتضوي د ولسمشرۍ مرستیال ویاندویان شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چېدوا خان مینه پال او شاه حسین مرتضوي د ولسمشرۍ د مرستیالو ویاندویانو په توګه نوي ټاکل شوي دي.
ولسمشرۍ ویلي، چې شاه حسین مرتضوي خپلې لوړې زدکړې د حقوقو او نړیوالو اړیکو په څانګو کې تر سره کړي او په رسنیو کې هم هڅاند پاتې شوی دی.
ښاغلي مرتضوي د هشت صبح ورځپاڼه چلولې او په نی، مدیوتیک او سیاره بنسټونو کې د خبریالۍ استاد و.
دغه راز دوا خان مینه پال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي سرته رسولی؛ د آزادۍ رادیو خبریال و، د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارې یې رهبري کړي او د عامه کتابتونونو د ریاست پرستي یې کړې ده.
ویل کیږي، چې سیدظفر هاشمی به هم د ولسمشرۍ د مرستیال ویاند د سرپرست په توګه خپل کار روان ساتي.