تازه خبرونه
ناتو او دولتي ځواکونه هغه سیمې بمباردوي، چې خلک یې له طالبانو ملاتړ کوي- وزیری
د ملي دفاع وزارت ویاندوايي؛ناتو او دولتي ځواکونه پرهغو سیمو بمباردکوي،چې د سیمې خلک یې له وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي.
په هملند کې د امریکايي ځواکونو په وروستیو هوايي بریدونو کې د ولسي وګړیو پرتلفاتو، په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم خپله غوصه ښودلې ده.
ناتو وايي،چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د هلمند پرسنګین ولسوالۍ دېرش هوايي بریدونه کړي دي.
په کابل کې د ناتو د غوڅ ملاتړ قومندانۍ ویاند وايي،چې دوی په دغو بریدونو کې د ولسي وګړیو د مرګ و ژوبلې په اړه څېړنه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ په خپلو هوايي بریدونو کې د ولسي وګړیو د تلفاتو په اړه څېړنه کوو. دا بریدونه، چې د افغان ځواکونو په ملاتړ شوي؛ مونږ یې جدي څېړنه پیل کړي،چې ولسي وګړیو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې او که نه؟!
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری بیا وايي، چې ناتو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې بمباردکوي.
د پکتیکا پخوانی والي امین الله شارق بیا پر ملي او نړیوالو ځواکونو نیوکې کوي او وایي، چې د هوايي بریدونو پرمهال معلومات نه همغږي کوي.
نوموړی زیاتوي،له بلې خوا وسلوال طالبان هم له خلکو څخه د سپر په توګه کار اخلي.
د ناتو د څرګندونو له مخې؛هوايي بریدونه د افغان سرتېرو د غوښتنې او د هغوی د ملاتړ لپاره په هغو سیمو کې تر سره کوي،چې سخت دریځو په کې ځای نیولی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې رپوتونه وايي؛ د هلمند د سنګین په وروستیو هوايي بریدونو کې اتلس ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
له دې مخکې د کندوز په بز کندهاري کې هم د امریکايي سرتېرو په هوايي بریدونو کې د څو طالب وسلوالو طالب قومندانانو د وژنې خبرونه خپاره شول؛ خو له پېښې وروسته څرګنده شوه، چې په دغو هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون هم څو ولسي وګړي وژل شوي وه.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
اسرائیل د افغانستان او ایران ترمنځ د درز رامنځته کولو هڅې کوي
یوه ایراني چارواکي ویلي، چې په ایران کې د افغانانو پر ضد رواني عملیات د دښمنانو کار دی.
د ایران د ملي مهاجرت ادارې مرستیال داوود معصومي اسرائیل تورن کړل، چې د افغانستان او ایران د خلکو د وېشلو هڅه کوي.
د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مرستیال داوود معصومي په کرج ښار کې (د افغانانو له ځان باورۍ څخه تر توانمندۍ پورې ) تر سرلیک لاندې کنفرانس ته د وینا پر مهال له خلکو وغوښتل، چې د دسيسو پر وړاندې له احتياطه کار واخلي او دښمن ته د درز اچولو فرصت ورنکړي.
نوموړی وایي: د دښمنانو په ځانګړي توګه د اسرائيلو فکري خونه هڅه کوي، چې د ايران او افغانستان د خلکو تر منځ درز رامنځته کړي. نن مونږ ټول بايد د دښمن پر دسيسو دوکه کې نشو او دښمن ته د کرکې خپرولو فرصت ورنکړو. دښمن په هېواد کې د دوه ډلو د جوړولو په لټه کې دی، چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي؛ نو خلک دې په دې برخه کې د دښمنانو له دسیسو خبر او محتاط اوسي.
دغه راز د ایران د اسنادو او ملکیتونو د ثبت ادارې په دې هېواد کې د افغان پانګونې له زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د دې ادارې ویاند صفدر کشاورز ایراني رسنیو ته ویلي، چې په ایران کې له ۵۰ سلنې ډېر بهرني شرکتونو د افغانانو دي.
نوموړي زیاته کړې: له ۱۴۰۰ لنریز لېږدیز کال راپدیخوا ۶ زره ۴۰۹ بهرني شرکتونه چوړ شوي، چې اوسمهال ۵ زره ۹۸۷ شرکتونه فعال دي. د احصائې له مخې، د راجستر شویو شرکتونو ۵۰ سلنه د افغانستان، ۲۵ په سلو کې د عراق او پاتې ۲۵ سلنه د کویټ، پاکستان، چین، سعودي عربستان، بحرین، هند او ترکیې د وګړو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکي د افغان مهاجرینو په اړه بېلابېل نظرونه لري؛ ځکه یوازې څو ورځې وړاندې د تهران مرستیال والي په ایران کې د افغان مهاجرینو شتون ته په نغوته کې ویلي، چې د دوی د کورونو شاوخوا ته اخلاقي، ټولنیز او اقتصادي ماینونه ایښودل شوي؛ نو، ځکه دوی باید د مهاجرینو پر وړاندې مبارزه وکړي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت باید د تروریستي هڅو د ترسره کېدا اجازه ورنګړي – چین او پاکستان
چین او پاکستان په ګډه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې له ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وکړي او اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د تروریستي فعالیتونو لپاره وکارول شي.
په دې ګډه خبرپاڼه کې، چې بیجینګ ته د پاکستان د لومړي وزیر له پېنځه ورځني سفر وروسته خپره شوې راغلي؛ دواړو لوریو د افغانستان د مسئلې په اړه د اړیکو او همغږۍ پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.
دوی د همغږو هڅو تر څنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ له افغانستان سره په مثبته توګه د بشري مسایلو او اقتصادي پرمختګ په برخو کې د ننګونو د حل لپاره مرسته وکړي، چې اسلامي امارت ټولګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته، اعتدالي او د ښه ګاونډیتوب پالیسي غوره کړي.
دغه راز چین او پاکستان له نړیوالې ټولنې څخه د اسلامي امارت د هڅوولو غوښتنه کړې، چې له ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وکړي او اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د تروریستي هڅو لپاره وکارول شي.
دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې له افغانستان سره د تلپاتي پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې د ادغام لپاره د مرستې رغنده رول ولوبوي.
په سیمه کې پاکستان تل ادعا کړې، چې پر حکومت یې د بریدونو اصلي سرچینه افغانستان دی. اسلامآباد د بېلګې په توګه اعلان کړی، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر چینايي انجنیرانو برید په افغانستان کې پلان شوی او عامل یې افغان و.
دغه ادعا اسلامي امارت رد کړې او تل یې ټینګار کړی؛ اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي، چې اسلامي امارت ته مشوره او وړاندیز د مداخلې معنا نلري؛ د تهران غونډه د هغو کسانو لپاره یو ښه تریبون و، چې ګډون یې په کې ونکړ.
حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې په تهران کې د سیمهییزې اړیکډلې ( تماس ډلې یا مسکو فارمټ ) له دوهیمې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې کړي، چې تېره ورځ په تهران کې د روسیې، چین، پاکستان او ایران د استازو ترمنځ د افغانستان لپاره ترسره شوې ده.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي قُمي زیاته کړې، چې په نړۍ کې هیڅ هېواد د افغانستان د خلکو د ملاتړ او له اسلامي امارت سره د اړیکو په برخه کې د ایران په شان عمل ندی کړی.
هغه په ډاګه کړې، چې د افغانستان ګاونډ هېوادونه په دې لټه کې دي، چې د دې هېواد لپاره د هر اړخيزې جوړونې نقشه چمتو کړي.
قُمي د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ او دوهيمې غونډې ته په نغوته ( اشاره ) کې ويلي؛ په دې غونډو کې داسې څه وړاندې نشول، چې د افغانستان له مسئلې سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، چې یو له هغو مسلو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لهخوا د ځانګړي استازي ټاکنه ده. په داسې حال کې، چې یوناما په افغانستان کې شتون لري.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي دا هم ویلي: تهران به له ټولو هغو کړنو سره مرسته وکړي، چې د یوه مسوول حکومت په توګه د اسلامي امارت لپاره لار اواره کړي؛ خو که کوم څه تحمیل او وتپل شي او یا کومه پایله ورنکړي، دفاع یې نهکوي.
هغه وایي؛ هڅې روانې دي، چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا بدلون ومومي او پالیسي دا ده، چې په دې غونډه کې اسلامي امارت هم ګډون وکړي.
اسلامي امارت تأیید کړې، چې د تهران غونډې ته بلنه ورکړ شوې وه؛ خو هغه یې ونهمنله.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي ويلي؛ افغان حکومت تمه لري، چې د افغانستان په اړه غونډې باید د نویو میکانیزمونو پر ځای د عادي او شته میکانیزمونو له لارې ترسره شي.
ذاکر جلالي زیاته کړې؛ افغان حکومت د دوحې د درېیمې ناستې په اړه له اړوند چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د جون پر دېرشمه جوړېږي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
نریندرا مودي د هند په ټاکنیزو سیالیو کې له ډېر لږ اکثریت برخمن شو
-
تازه خبرونه4 days ago
سراج الدین حقاني او د متحده عربي اماراتو چارواکو په څو برخو کې هوکړې وکړې
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
افغان زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړې ندي – مارټین ګریفیټس
-
تحول4 days ago
تحول؛ د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ ناستې جوړېدل
-
څار4 days ago
څار: متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سفر
-
تازه خبرونه5 days ago
د متحده عربي اماراتو رییس له سراج الدین حقاني سره وکتل