تازه خبرونه

ناروې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په اړه غونډه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱, ۱۴۰۲)

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د ناروې د کمیټې د مشر تاريه مګنوسین د څرګندونو له مخې ویلي، چې ناروې به په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د پایلو په اړه غونډه جوړه کړي.

نوموړي د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې چارو له مرستیال زین‌العابدین عابد سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې دغه غونډه به په کابل کې دوه میاشتې وروسته جوړه شي.  

په دې کتنه کې موګنوسین زیاته کړې، چې دوی به په کابل کې د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې او نړیوالو موسسو سره په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په اړه غونډه جوړه کړي.

دغه راز زین‌العابدین عابد هم په کرنه، اوبولګولو، روغتیا او ځینو نورو برخو کې د اقلیمي بدلون د منفي پایلو په اړه خبرې کړې دي.

د تېر کال د سرطان په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وه؛ افغانستان له هغو لس زیانمنو هېوادونو څخه دی، چې له اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو سره مخ دي.

دې ټولنې په افغانستان کې د وچکالۍ د زیاتوالي په اړه هم خبرداری ورکړی او دا یې د خلکو هوساینې او لوږې لپاره ګواښ ګڼلی و.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له خطر سره مخ څلورم او اتم زیانمن هېواد پر ګوته شوی دی.

Trending

Exit mobile version