سیمه ییز خبرونه

نشه يې توكې د لوړ پوړو دولتي چارواكو له خوا وېشل كېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، چې نشه يې توكې په افغانستان كې د لوړ پوړو دولتي چارواكو او رنجرنو له خوا وېشل كېږي. هغه همدا راز په دې باور دې، چې د نشه يې توكو سره د مباروزې اړوند بنسټونه عملي او جدي كارونه نه ترسره كوي او له نړيوالو بنسټونو څخه غواړي، چې په دې برخه كې عملي او شفافه همكاري وكړي.

د و لسمشر دويم مرستيال محمد كريم خليلي په كابل كې درې سوه بستريز روغتون پرانيست.

په دې روغتون كې پر نشه يي توكو روږدي كسان تداوي كېږي.

ښاغلى خليلي په افغانستان كې له نشه يي توكو سره د مبارزې په لار كې روانې هڅې جدي او عملي نه بولي.

ښاغلى خليلي همدا راز ځينې رسمي چارواكي په ټولنه كې د نشه ي توكو پر وېش تورنوي خو نومونه يې نه اخلي.

دى وايې، آن رنجرونه په دې پروسه كې رول لري.

خو د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د ولسمشر د دوهم مرستيال د دغه تور منل ستونزمن بولي.

بل لور ادعا كېږي، چې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې په برخه كې د حكومتي بنسټونو او نړيوالو بنسټونو تر منځ تړونونه راڼه نه دي.

د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې، د سيمې په كچه لس ميليون كسان پر نشه يي توكو روږدي دي، چې نږدې يو ميليون يې په افغانستان كې ژوند كوي.

په افغانستان كې په نشه يي توكو روږدي كسان له ۱۶ تر ۶۵ كلونو تر منځ عمرونه لري، اتيا سلنه ييې نارينه، ۱۳ سلنه يې ښځې او اووه سلنه يې ماشومان دي.

Trending

Exit mobile version