تازه خبرونه
د منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.
د منځنۍ آسیا د تماس دلې غړو هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه په آستانه کې ځانګړې ناسته ترسره کړه.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له کابل سره د ښکېلتیا او تعامل لپاره پر اړوند بېړنیو مسلو رغنده خبرو او عملي حل لارو موندلو د هېواد پر ژمنې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې خبرې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان له لارې د ټرانزیټ او ټرانسپورټي دهلېزونو پراختیا او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو ارزونې راوڅرخېدې.
ګډونوالو ټینګار کړی؛ د منځنۍ آسیا هېوادونه باید همغږې هڅې وکړي، چې په افغانستان کې ثبات تضمین او دوامدار پرمختګ ته وده ورکړ شي.
ویل کیږي، چې د دغو هېوادونو ځانګړو استازو د سیمهییز تماس ډلې په چوکاټ کې د منظمې سلا مشورې او کاري اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
ملي دفاع وزارت د دفاعي ځواکونو د نوي یونیفورم مخکتنه وکړه
دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه) په یو لړ مراسمو کې د هېواد د دفاعي ځواکونو نوې یونیفورم پېژندنې ته وړاندې کړ.
دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
په دې مراسمو کې، چې د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیحالدین فطرت، ملي دفاع وزارت یو شمېر رییسانو او مسوولانو او د مرکزي قطعاتو قومندانانو په کې ګډون کړی و؛ د وسلهوالو ځواکونو په لیکو کې د نظم، انضباط او واحد هویت پر ارزښت ټینګار وشو.
محمد فصیحالدین «فطرت» په خپلو خبرو کې ویلي، چې نظامي یونیفورم د نظم او انضباط د ټینګښت او د ځواکونو ترمنځ د ګډ هویت د رامنځته کولو لپاره وېشل کېږي او د هغې بشپړ مراعات د ټولو دفاعي ځواکونو لپاره بنسټیز اصل دی.
هغه زیاته کړې؛ نوی یونیفورم د وسلهوالو ځواکونو د یووالي او پیوستون نښه ده او هغه کسان، چې د پوځ لیکو ته داخلېږي باید د هېواد دفاع خپل مسوولیت او ژمنتیا وبولي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت د اطلاعاتو او سټراټېژیکو نشراتو رییس عنایتالله خوارزمی هم ټینګار کړی، چې هر نظامي باید له ځواکمنې ارادې او لوړ فکر لرونکی وي؛ پوځي اصول او نظم مراعت کړي.
نوموړي ویلي، چې پوځیان باید د هېواد د دښمنانو پر وړاندې پرېکنده، ټینګ او خلکو ته له اخلاقو، مسوولیتپالنې او ښه چلند برخمن پاتې شي.
ویل کیږي، چې د دې نوي یونیفورم پېژندنه د هېواد د دفاعي ځواکونو د انسجام، انضباط او واحد هویت د پیاوړتیا پر لوري یو اړین ګام دی.
تازه خبرونه
کابل او تاشکند د سټراټېژیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال جاولون وخابوف په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو او د سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو پر ځینو لارو چارو بحث وکړ او په دې اړه یې خپل اندونه وړاندې کړل.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال افغانستان ته په خپل سفر کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس سره د ازبکستان – افغانستان د اړیکو په چوکاټ کې د ګډو اجنډاوو د پرمختګ لپاره د همکاریو پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال جاولون وخابوف په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو او د سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو پر ځینو لارو چارو بحث وکړ او په دې اړه یې خپل اندونه وړاندې کړل.
د جاولون وخابوف د څرګندونو له مخې: دواړه لوري لېواله دي، چې خپلې اوږدمهالې سټراټېژیکې موخې په عملي او محسوسو نوښتونو بدلې کړي؛ داسې نوښتونه، چې وکولی شي د دواړو هېوادونو د ثبات پیاوړتیا، سیمهییزو همکاریو پراختیا او ګډو ګټو ته وده ورکړي.
تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو ۱۰۵ افغان بندیانو خوشې شول
د قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان شاوخوا یوه میاشت مخکې د سند او بلوچستان ایالتونو پر لارو نیول شوي او بنديان شوي وه.
په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ څرګنده کړې: د هېواد ۱۰۵ وګړي، چې په کې ۲ ښځې او ۱۰ ماشومان هم دي؛ د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان شاوخوا یوه میاشت مخکې د سند او بلوچستان ایالتونو پر لارو نیول شوي او بنديان شوي وه.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې له دې وړاندې هم د بېلابېلو هېوادونو په زندانونو کې سلګونه افغان وګړي، د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې آزاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي کسان د چمن – سپین بولډک له لارې هېواد ته ولېږدول شول.
قونسلګرۍ په بهر کې د افغانانو د حقونو د ساتنې او هېواد ته د دوی د خوندي راستنېدا د آسانتیا لپاره د هڅو په لړ کې خپله ژمنه بیا تائید کړه.
-
تازه خبرونه4 days agoپه اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول
-
تازه خبرونه4 days agoد ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م امنیت شورا پر اسلامی امارت د بندیزونو د څار کمیتې واک یو کال نور هم وغځاوه
-
تازه خبرونه1 day agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
تازه خبرونه4 days agoهیڅوک د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دوستانه اړیکو ته زیان رسولی نشي – امیرخان متقي
-
لوبی7 hours agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه1 day agoروژه نړۍ ته د سولې، يووالي او هيلې پيغام لري – د م.م عمومي منشي
