Connect with us

تازه خبرونه

ننګرهاریان سولې ته هیله من دي او له حکومته د ټاکنو ځنډول غواړي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ننګرهاریان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو هیله من کړي او له حکومت غواړي، چې ټاکنې وځنډوي.

د افغانانو هېواد همهاله له دوه حساسو پړاوونو تېرېږي؛ د ارګ واکمن د ولسمشرۍ پر ټاکنو ټينګار کوي، خو عام خلک په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو څه نا څه هیله من کړي او  وايي که،  د دې خبرو موخه رښتیني سوله وي؛ نو حکومت دې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ځای د سولې خبرې رامخکې کړي.

د آریانانیوز همکارانو په تېرو څو میاشتو کې د ختیځ په بېلابیلو سیمو کې له ۳۰۰ تنو څخه پوښتنې کړي، چې لومړی ټاکنې که سوله؟

د ډېرو خلکو ځواب دا دی، چې سوله دې تر ټاکنو مخکې شي.

ځینې خلک د سولې په اړه د ولسمشر وروستیو قهرجنو څرګندونو هم شکمن کړي او وايي، په دوحه کې د سولې خبرې تر اوسه له افغان ولس  پټې ساتل شوي او نه پوهېږي، چې د دې هېواد  پر برخلیک څه راز پرېکړه کېږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی حضرت علی وايي، له سولې پرته ټاکنې به د پخوا په څېرله درغلیو ډکې او بحران زېږوونکې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو نهمې ورځې ته وغزیدلی؛ خو د واړو خواوو څرګندونو خلک هیله من کړي دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

Published

on

تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.

د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

Published

on

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.

ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو له‌خوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.

د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!