لوبی
نن په آسیا جام کې افغانستان له بنګله دېش سره مخ کیږي
دا ګروپي لوبه به دواړو لوبډلو ته د دریځ په جوړولو کې پرېکنده وي؛ ځکه دواړه لوبډلې بل پړاو ته د لار موندنې لپاره سیالي کوي.
د افغانستان کرکټ لوبډله د سېشنبې پر ماښام د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې له بنګله دېش سره خپله دوهیمه ګروپي لوبه ترسره کوي.
دا ګروپي لوبه به دواړو لوبډلو ته د دریځ په جوړولو کې پرېکنده وي؛ ځکه دواړه لوبډلې بل پړاو ته د لار موندنې لپاره سیالي کوي.
افغانستان د هانګکانګ پر وړاندې د ۹۴ منډو پر توپیر له بریا وروسته پر نوي ډاډ د سیالۍ ډګر ته وردانګي؛ ځکه، چې د صدیق الله اتل ۷۳ ناسوځېدلو منډو او د عظمت الله عمرزي ځواکمنې توپاچونې ورته د دریځ په جوړولو کې مرسته وکړه. فضل الحق فاروقي او نور احمد هم هیلې راوپارولې، چې د افغانستان چټک ټوپاچوونکي کولی شي د بنګله دېش توپوهنه وننګوي.
دغه راز بنګله دېش ځان د هانګکانګ پر وړاندې بریا ته ورساوه؛ خو په دوهیمه ګروپي لوبه کې یې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه او دې ماتې د یوې زړورې افغان لوبډلې پر وړاندې تر فشار لاندې کړل.
د لیټون داس، تنزید حسن تمیم او د مهدي حسن په څېر لوبغاړو فعالیت هم کولی شي د دې لوبې په برخلیک کې پرېکنده رول ولوبوي.
په ابوظبي کې د لوبغالي شرایطو تر دې دمه په سیالیو کې د توپوهنې او توپاچونې ترمنځ یو نسبي توازن رامنځته کړی او ویل کیږي، چې د ټاس ګټونکی کولی شي پر سم غوراوي د بریا چانس ډېر کړي.
د نوین الحق د ټپي کیدو له کبله افغانستان د توپوهنې په لیکه کې پخپلو تازه ځوانانو تکیه کړې، چې د افغان کرکټ د نوي نسل څلي ګڼل کیږي.
بل پړاو یا څلور غوره لوبډلو ته د لارموندنې هیلو دواړه لوبډلې هڅولي، چې پخپل بشپړ ځواک لوبغالي ته ودانګي او خپله زړهراکښونکې لوبه ترسره او بریا ته ورسوي.
