Connect with us

تازه خبرونه

نورالدین عزیزي د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده ویلي، چې د دې نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او ازبکستان پلاوي هم سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

خپور شوی

د

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دې وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي پر مشرۍ یوه پلاوي د تاشکند د پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده ویلي، چې د دې نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او ازبکستان پلاوي هم سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

عبدالسلام جواد آخوندزاده زیاته کړې: “ازبکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي د سفر موخه د تاشکند د پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ په تېرو غونډو کې د شویو پرېکړو او ژمنو تعقیب دی. دا کنفرانس یو له لویو سیمه‌ییزو کنفرانسونو څخه دی، چې هر کال په یو شمېر هیوادونو کې ترسره کیږي.”

هغه څرګنده کړې: “د ولسمشرانو، لومړیو وزیرانو او وزیرانو پر کچه به د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو چارواکي د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي.”

دغه راز د خصوصي سکټور غړي په داسې نړیوالو غونډو کې د افغان پلاوي ګډون له هېوادونو سره په ځانګړي توګه له مرکزي آسیا سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره اړین ګڼي.

ویل کیږي، چې د پانګونې نړیواله غونډه هر کال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کیږي او د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو ولسمشران، وزیران او نور لوړ پوړي چارواکي په کې ګډون کوي.

تازه خبرونه

د استاذ شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس شهادت نه جبرانیدونکې ضایعه ده – اسلامي امارت

د خواخوږۍ او خواشینۍ په دې پیغام  کې پر نوموړي دا برید پر سختو ټکو غندل شوی او د علماء کرامو په شهادت رسول یې د اسلام او علماؤو د دښمنانو کار بللی دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له‌خوا په خپاره شوي پیغام کې راغلي: د پېښور د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس  پر شهادت رسول شوی دی.

د خواخوږۍ او خواشینۍ په دې پیغام  کې پر نوموړي دا برید پر سختو ټکو غندل شوی او د علماء کرامو په شهادت رسول یې د اسلام او علماؤو د دښمنانو کار بللی دی.

په دې پیغام کې د نوموړي جید عالم او د زرګونو علماؤو د استاذ شهادت د ټول علمي کهول، علماء کرامو او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه بلل شوې ده.

 پاکستاني رسنیو د پولیسو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې پر نوموړي ډزې د ناڅرګندو وسلوالو له‌خوا ترسره شوي او وسلوالو له سیمې تېښته کړې؛ خو لټون یې روان دی.

د راپورونو له مخې؛ پر مولانا محمد ادریس د ډزو پېښه سهار مهال د چارسدې ولسوالۍ په اتمانزو سیمه کې رامنځته شوې او په دې پېښه کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

د مولانا محمد ادریس د جنازې لمونځ به نن( سې‌شنبه د غویي پېنځلسمه / د می پېنځمه) د مازیګر ۵:۳۰ د هغه په ​​پلرني کلي( د چارسدې تورنګزيو) کې ادا او خاورو ته وسپارل شي.

ویل کیږي، چې مولانا محمد ادریس د حدیثو په اړه د لکچر ورکولو لپاره دارالعلوم اتمانزو ته روان و، چې دا خونړۍ پېښه رامنځته شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان روغتیا وزارت یو کاري پلاوي روسیې ته سفر وکړ

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د خوړو او درملو برابرول، تنظیم او په ځانګړي توګه افغان سوداګرو ته د معیاري، خوندي او د باور وړ درملو او خوراکي توکو د وارداتو لپاره اغېزمنې آسانتیاوې رامنځته کول ښودل شوي دي.

Published

on

د روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد اوورسره  مل پلاوي یې افغان سوداګرو ته د درملو واردولو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره روسیې ته سفر کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د خوړو او درملو برابرول، تنظیم او په ځانګړي توګه افغان سوداګرو ته د معیاري، خوندي او د باور وړ درملو او خوراکي توکو د وارداتو لپاره اغېزمنې آسانتیاوې رامنځته کول ښودل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې سفر کې به یاد پلاوی د روسیې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیمي ادارو له مسوولانو سره خبرې وکړي او هم به د معیارونو همغږۍ، د ثبت بهیر د آسانتیا، د کیفیت کنټرول میکانیزمونو ښه‌کېدا او د اغېزمنو همکاريو د چوکاټونو جوړولو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي:« د روسیې د درمل جوړولو معتبرو شرکتونو څخه لیدنه، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه، د درملو د تولید او کیفیت کنټرول د دې سفر نورې موخې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ۲۰۲۵ کلنی راپور؛ یونیسف اړینو چوپدتیاوو ته د میلیونونو افغان ماشومان له لاسرسي خبر ورکړ

د راپور له مخې؛ د یونیسف تر ملاتړ لاندې مرکزونو له لارې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو، چې ۵.۶ میلیون ماشومان هم په کې دي؛ د دې بنسټ د لومړنیو روغتیايي پاملرنو له چوپړتیاوو څخه ګټه اخیستې ده.

Published

on

یونیسف د ۲۰۲۵ ز. کال په خپل کلني راپور کې د افغانستان پر کچه ماشومانو او کورنیو ته د چوپړتیاوو له وړاندې کولو خبر ورکړی او همهاله یې شته پېچلو ننګونو ته هم نغوته( اشاره ) کړې ده.

د راپور له مخې؛ د یونیسف تر ملاتړ لاندې مرکزونو له لارې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو، چې ۵.۶ میلیون ماشومان هم په کې دي؛ د دې بنسټ د لومړنیو روغتیايي پاملرنو له چوپړتیاوو څخه ګټه اخیستې ده.

دغه راز ۱۰ میلیون ماشومان او میندې د تغذیې له اړینو توکو او چوپړتیاوو برخمن شوي، چې د خوارځواکۍ او ناروغیو په کمولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

د زده‌کړې په برخه کې ۴ میلیون ماشومانو په ښوونځیو کې د ټولنې پر بنسټ ښوونیزو بېړنیو پروګرامونو، درسي او ښوونیزو توکو ته لاسرسی موندلی دی.

یونیسف دا هم ویلي، چې ۲.۷ میلیون کسان د څښاک له پاکو اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیایي بېړنیو چوپړتیاوو څخه برخمن شوي دي.

دې ادارې د ملاتړ کوونکو او تمویلونکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کړې او ټینګار کوي، چې دغه لاسته راوړنې له ګډ کار پرته ممکنې نه‌وې.

په راپور کې راغلي، چې دا پرمختګونه د افغانستان د خلکو، په ځانګړي توګه د ماشومانو، د ستونزو پر وړاندې د زغم او ملاتړ څرګندونه کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!