سوداگري

نورالدین عزیزي د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته روان شو

د دې سفر موخه د چابهار بندر د ظرفیتونو فعالول، د هند پانګونې راجلبول او د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخول دي.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن (چارشنبه د لړم اته‌ویشتمه) په یوه رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته روان شو.

د دې سفر موخه د چابهار بندر د ظرفیتونو فعالول، د هند پانګونې راجلبول او د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخول دي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ افغان پلاوی به د خپل سفر په لړ کې له پراګتي ډګر نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړي او د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو، سوداګرو او پانګوالو په ګډون له لوړ پوړو هندي چارواکو سره وګوري.

د دې خبرو اترو تمرکز د اقتصادي همکارۍ پراخول، د ګډې پانګونې فرصتونه رامنځته کول او په سیمه‌ییزو ټرانزیټي لارو کې د افغانستان رول پیاوړی کول دي.

دا سفر د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره د یو مهم ګام په توګه ارزول کیږي او تمه ده، چې پایلې به یې د سوداګرۍ پراختیا، د اقتصادي اړیکو زیاتولو او د ټرانزیټي لارو په ښه کولو کې اړین رول ولوبوي.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې افغانستان او هند هڅه کوي اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې نورې هم پراخې او د همکارۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version