تازه خبرونه

نورستاني: داسې شواهد نشته، چې د امرخېل د دندې د ګوښه كولو زمينه برابره كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تحول او تداوم ټيم مسئولين وايي، د ټاكنو د دارالانشا د رئيس ضياالحق امرخېل د دندې له ځنډولو سره مخالف دي. دغه ټيم وايي، دا خبرې نه شي كولى د ټاكنو ملي بهير تر پوښتنې لاندې راولي.
د تحول او تداوم ټيم وايي، د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم د ټاكنو د بهير په باب په وروستيو څرګندونو هڅه كړې، چې د ټاكنو بهير تر پوښتنې لاندې راولي.
وروسته له هغې، چې د كابل د پوليسو چارواكو د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا پر رئيس ضياالحق امرخېل د درغليو تور پورې كړ، د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم رهبر ډاکټر عبدالله عبدالله د ښاغلي امرخېل د دندې د ځنډولو غوښتنه وكړه.
د تحول او تداوم د ټيم غړی فیض الله ذکي بيا د ښاغلي عبدالله له غوښتنې سره مخالف دى.
د ټاكنو څارونكي بنسټونه وايي، چې د بحران د مخنيوي لپاره په كار ده، چې دا قضيه جدي و څېړل شي.
دغه موضوع په ولسي جرګه كې هم خپل رنګ نه وو بايللى.
د ټاكنو د خپلوك كميسيون د دارالانشاه رئيس ضيا الحق امرخېل بيا دا تورونه بېځايه بولي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس محمد يوسف نورستاني هم وايي، داسې شواهد نشته، چې د ښاغلي امرخېل د دندې د ګوښه كولو زمينه برابره كړي.
شخړه هغه وخت پېښه شوه، چې د كابل امنيه قومندان سروبي ولسوالۍ ته پر لاره پر ټاكنيزو توكو بار موټر و دراوه او پر ښاغلي امرخېل يې د درغليو تور پورې كړ.

Trending

Exit mobile version