تازه خبرونه

نورستانی: د پارلمان غړیو په تېرو څلورو کلونو کې هیڅ کار نه دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

احمد یوسف نورستانی وایي، د ولسي جرګې غړو په تېرو څلورو کلونو کې هیڅ کار نه دی کړی او باید دندې پریږدي.
نوموړی ټینګار کوي چې کله به هم استعفا ونه کړي او هیڅوک د دې واک نه لري چې دی ګوښه کړي.
په داسې حال کې چې ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې عمومي غونډې کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مرستیال حضور رد کړ، د ټاکنو د خپلواک کمیسون رئیس وایي، د هېواد پارلمان د دې واک نه لري چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنران عمومي غونډو ته وغواړي.
ښاغلی نورستانی وایي، د پارلمان غړو په تېرو څلورو کلونو کې هیڅ کار نه دی کړی او زیاتره په شخصي کارونو بوخت دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس وایي، په هېواد کې د ټاکنیزو لانجو اصلي عاملین غني او عبدالله دي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې لانجو کې پړ نه دی.
ښاغلی نورستانی ټینګار کوي چې څوک د دې واک نه لري چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړي له دندو ګوښه کړي او دوي هم نه غواړي چې له خپلو پوستونو استعفا وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کمزوري مدیریت او درغلیو تورن شوی او حکومت هم ټینګار کړی چې ټاکنیز نظام کې به سمونونه راوړي.

Trending

Exit mobile version