سیمه ییز خبرونه

نورستان د وسلوالو مخالفينو لاسونو ته د لويدو په حال كې دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په مشرانو جرگه كې د نورستان ولايت استازي او د دغه ولايت اوسيدونكي اندېښنه څرگندوي او زياتوي ، چې:

كه كابل په دغه ولايت كې د جدي بدلون په هڅه كې نه شي؛ نو دا وېره شته، چې د مركز پارون په گډون هغه دوه ولسوالۍ به هم د وسلوالو مخالفينو لاس ته ولويږي، چې اوس په نسبي توگه د دولت واك پكې چليږي.

دوى ادعا كوي، چې له اته كلونو راهيسې د دغه ولايت لويه لار د وسلوالو مخالفينو لخوا تړل شوې، چې اوس زياتره خلك د خوراكي توكو او درملو  له كمى سره مخ دي.

په كابل كې د نورستان ولايت يو شمېر اوسيدونكيو او په مشرانو جرگه كې د دغه ولايت استازيو د يوې غونډې په ترڅ كې د پنجشنبې په ورځ(د ليندۍ۳۰) خبردارى وركړ، چې:

نورستان ولايت د وسلوالو مخالفينو لاس ته د لويدو په حال كې دى. اداري فساد، ناامنۍ او كمزورې اداره هغه ستونزې دي، چې دا ولايت يې د سقوط پركرښه درولى دى.

په مشرانو جرگه كې د نورستان د خلكو استازى حافظ قيوم ادعا كوي، چې:

د نورستان له اته ولسواليو څخه يوازې په دوه ولسواليو او مركز كې د دولت نسبي واك موجود دى او نورې شپږ ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو په واك كې دي.

په كابل كې د نورستان ځيني راټول شوي اوسيدونكي وايي، چې:

د دغه ولايت ټولې مواصلاتي لارې وسلوالو طالبانو تړلي، چې له همدې كبله خلك د لوږې او روغتيايي ستونزو له جدي گواښونو سره مخ شوي دي.

كه څه هم نورستان د افغانستان له ناامنو ولايتونو څخه شمېرل كيږي، خو د دغه ولايت والي تميم نورستاني د خلكو دا ادعاوې په كلكه رد كړې.

د نورستاني په وينا:

څه موده مخكې د كابيني ځينو غړيو د نورستان ادارې وكتې او تريوه بريده ورته چارې د قناعت وړ وې.

نورستانى زياتوي، چې د كونړ او لغمان ناامنيو د نورستان پر حالاتو هم ناوړه اغېزه كړې ده.

افغان چارواكي ادعا كوي، چې:

وسلوال مخالفين له بريد وروسته د ديورند كرښې هغې غاړې ته اوړي؛ چيرې، چې د هغوى لپاره امن ځاى بلل كيږي.

نورستان د ديورند كرښې ته پروت ولايت دى، چې له تېرو څو كلونو راهيسې يې پر دولتي ودانيو د وسلوالو مخالفينو لخوا ډله ييز بريدونه كيږي.

Trending

Exit mobile version