تازه خبرونه
نور جلال جلالي په سعودي عربستان کې له خپل سیال فهد عبدالرحمن الجلاجل سره ولیدل
دواړو خواوو پر ساري او غیر ساري ناروغیو او نشهیي توکو کارولو د مخنیوي تدابیرو، روغتیایي همکاریو هڅولو، درملو کیفیت او قانوني وارداتو خوندیتوب، له پولیو سره د مبارزې په ګډون بېلابېلو اړینو مسلو اندونه وړاندې کړل.
د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیرې نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د سعودي حکومت د عامې روغتیا له وزیر فهد عبدالرحمن الجلاجل سره په داسې حال کې ولیدل، چې د پاکستان د روغتیا وزیر هم حاضر و.
دواړو خواوو پر ساري او غیر ساري ناروغیو او نشهیي توکو کارولو د مخنیوي تدابیرو، روغتیایي همکاریو هڅولو، درملو کیفیت او قانوني وارداتو خوندیتوب، له پولیو سره د مبارزې په ګډون بېلابېلو اړینو مسلو اندونه وړاندې کړل.
دوی د پولیو له منځه وړلو او د سلمان بنسټ لهخوا د روغتیایي جوړښتونو د پیاوړتیا په برخه کې د ننګونو په اړه هم بحث او خبرې کړې دي.
نور جلال جلالي ټینګار کړی، چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د ګډو پروګرامونو له لارې د تدابیرو پیاوړتیا او د خلکو روغتیایي حالت ښه کولو ته ژمن دی.
دغه راز د سعودي او پاکستان وزیرانو هم د افغانستان له هڅو ستاینه کړې او ډاډ څرګندوي، چې د پولیو د له منځه وړلو، د نشهیي توکو مخنیوي او د روغتیایي بیخبناوو د پیاوړتیا په برخو کې به همکارۍ روانې ساتي.
نوموړي تېره ورځ (سېشنبه د لړم شپږمه) د سعودي عربستان د روغتیا وزیر پر بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ سعودي عربستان ته سفر کړی دی.
ویل کیږي، چې نور جلال جلالي به د دې هېواد د اتم نړیوال روغتیايي نندارتون په مراسمو کې هم برخه واخلي.