تازه خبرونه
نړیواله ټولنه باید افغانان هیر نکړي – د مهاجرینو وزیر
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر په کابل کې پر اړمنو ښځو د مرستو د وېش په غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه دې افغانان نههېروي او له بشري مسلو سره باید سیاسي معامله ونهکړي.
افغانستان د نړۍ د بېوزلو هېوادونو یو بېوزلی هېواد دی، د یو لړ څرګندونو له مخې ۲۸ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي؛ اوس په افغانستان کې سوله راغلې او نړیواله ټولنه باید د افغانان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
نوموړی زیاته کړې؛ اوس په ټول افغانستان کې سوله ټینګه شوې او نړیواله ټولنه باید کډوالۍ ته د افغانانو د کډوال کولو پر ځای افغانستان ته د افغان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې ډېری کورنۍ له بېوزلۍ او فقر سره مخ دي. هر ځای د مرستندویو ټولنو د دفترونو مخې ته ښځې او نرینهوو کتارونه جوړ کړي دي.
ځيني کورنۍ وايي، چې د خپلو اولادونو د ګیډې مړولو توان نهلري او خپل ماشومان یې نورو ته سپارلي دي.
د ښځو لپاره د ښځو موسسې رییس فریدالدین نوري ویلي؛ که څه هم دغه مرستې د دې کورنیو ستونزې د لنډې مودې لپاره اوارولی شي؛ خو غوښتنې یې دا دي، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره بنسټيز کارونه وشي.
نړیوالو ټولنو پر وار وار په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ خو نړیوالې ټولنې اوس هم بشري ټولنو ته په افغانستان کې د اړمنو کسانو د پاملرنې لپاره لږې مالي سرچینې برابرې کړې دي.
تازه خبرونه
د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپیان شول
دا چاودنه د دوشنبې پر ورځ د مازدیګر شاوخوا ۴:۵۵ د کابل ښار د اتهلسمې امنیتي حوزې اړوند د مهدیه ښارګوټي په«شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي دننه د لاسي بم چاودنې له کبله لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپیان شوي دي.
دا چاودنه د دوشنبې پر ورځ د مازدیګر شاوخوا ۴:۵۵ د کابل ښار د اتهلسمې امنیتي حوزې اړوند د مهدیه ښارګوټي په«شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
سرچینو زیاته کړې، لاسي بم د یوه زدهکوونکي په لاس کې و، چې چاودېدلی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم د پېښې پخلی کړی او څرګندوي، چې چاودنه د لاسي بم د غورځولو له کبله رامنځته شوې ده.
راپورونه وایي، په ټپیانو کې ډېری ماشومان دي او نجونې او هلکان دواړه په کې شامل دي.
تازه خبرونه
جمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو
منابع میافزایند که قرار است افراد وابسته به جمعهخان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.
امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعهخان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو لهخوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.
د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعهخان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.
ټاکل شوې، چې د جمعهخان فاتح ټول ملګري بېوسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.
تازه خبرونه
په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.
حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بېطرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.
هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه5 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی5 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې همکارۍ
-
تازه خبرونه5 days agoد امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان اقتصاد په تېرو پېنځه کلونو کې د پام وړ وده کړې – امارت اسلامي
