تازه خبرونه
نړیواله ټولنه باید افغانان هیر نکړي – د مهاجرینو وزیر
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر په کابل کې پر اړمنو ښځو د مرستو د وېش په غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه دې افغانان نههېروي او له بشري مسلو سره باید سیاسي معامله ونهکړي.
افغانستان د نړۍ د بېوزلو هېوادونو یو بېوزلی هېواد دی، د یو لړ څرګندونو له مخې ۲۸ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي؛ اوس په افغانستان کې سوله راغلې او نړیواله ټولنه باید د افغانان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
نوموړی زیاته کړې؛ اوس په ټول افغانستان کې سوله ټینګه شوې او نړیواله ټولنه باید کډوالۍ ته د افغانانو د کډوال کولو پر ځای افغانستان ته د افغان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې ډېری کورنۍ له بېوزلۍ او فقر سره مخ دي. هر ځای د مرستندویو ټولنو د دفترونو مخې ته ښځې او نرینهوو کتارونه جوړ کړي دي.
ځيني کورنۍ وايي، چې د خپلو اولادونو د ګیډې مړولو توان نهلري او خپل ماشومان یې نورو ته سپارلي دي.
د ښځو لپاره د ښځو موسسې رییس فریدالدین نوري ویلي؛ که څه هم دغه مرستې د دې کورنیو ستونزې د لنډې مودې لپاره اوارولی شي؛ خو غوښتنې یې دا دي، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره بنسټيز کارونه وشي.
نړیوالو ټولنو پر وار وار په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ خو نړیوالې ټولنې اوس هم بشري ټولنو ته په افغانستان کې د اړمنو کسانو د پاملرنې لپاره لږې مالي سرچینې برابرې کړې دي.