تازه خبرونه
نړیوالو کمپنیو د افغانستان د کانونو ایستلو په برخه کې لیوالتیا ښودلې
د کانونو وزارت وايي، د کانونو په برخه کې د قراردادونو چارې د حکومت د کابینې د اعلان له امله ځنډېدلي.
د کانونو وزارت چارواکي همدا راز زیاتوي چې عینک د مسو د کان تخنیکي څېړنه هم بشپړه شوې او ښايي په نږدې راتلونکي کې يې عملي چاري پیل شي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند رفیع صدیقی که څه هم د کومی مشخص کمپنی او یا هیواد نوم وانخیست؛ خو وایی چی د کابینې د اعلان سره سم به د کانونو په برخه کی له ځینو کمپنیو سره ټرونونه لاسلیک کړي.
د افغانستان د کانونو په اړه لومړنى لوی قرارداد د لوګر ولايت د عينک په سيمه کې د مسو د کان د ايستلو په اړه د چين د متالوجۍ او جيانګزي د مسو شرکت په نوم له يوه چينايي شرکت سره د ۲۰۰۸ کال د مې مياشتې په ٢٥ مه لاسليک شو؛ خو لاهم د استخراج چاري نه دي پیل شوي.