تازه خبرونه
نړیوالې ټولنې افغان هوایي ځواک ته د زدکړو او تجهیزاتو برابرولو ژمنه کړې
نړیوالې ټولنې ژمنه کړې، چې افغان هوایي ځواک ته به د زدکړو تر څنگ تجهیزات هم برابر کړي.
د ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونه چمتو دي، چې د خپل هېواد ساتنه وکړي، خو وزارت د هوایي ځواک په وړاندې ستره ستونزه د امکاناتو کمی بولي.
په وروستیو کې په بروکسل کې د ناټو ویاند له افغان ځواکونو سره د دغه تړون د اوږدمهاله مرستو پر دوام ټینگار کړی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وایي، چې نړیوال متحدین په ځانگړي توگه امریکا به په نږدې راتلونکې کې له هوایي ځواکونو سره مرستې وکړي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیالمیرزا محمد یارمندهم په دې باور دی، چې که د افغان امنیتي ځواکونو اوسنۍ تشې لیرې نه شي، په افغانستان کې به تاوتریخوالی پراخ شي له همدې امله نیمگړتیاوې داسې په گوته کوي.
د ولسي جرگې غړی ذکریا سودا وایي:
افغانستان ستونزمن جغرافیاوي موقعیت لري؛ ځکه، نو هوایي امکاناتو ته اړ یو. زمونږ هوایي ځواک باید تجهیز او بشپړ شي.
په وروستیو کې افغان ځواکونو د ټول هېواد د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی. مخکې له دې ځینو پوځي کارپوهانو راتلونکی کال افغان امنیتي ځواکونو ته یو جنجالي او له ننگونو ډک کال اټکل کړی و.