تازه خبرونه
نړیوال بانک د افغانستان برښنایي پروژو ته ۹۸.۸ میلیون دالر منظورکړل
نړیوال بانک په افغانستان کې د انرژۍ د تولید دوه پروژو ۹۸.۸میلیون امریکايي دالر منظور کړي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې؛ دغه دالر به د شبرغان د ګازو د انرژۍ د تولیدولو پروژې د پانګونې او د مزارشریف له ګازو څخه د انرژۍ د تولید پر پروژې ولګول شي.
نړیوال بانک ویلي، چې له یادو پروژو څخه هدف د کورنیو سرچینو له لارې د انرژۍ د تولید د کچې لوړول او د انرژۍ پر سکتور د خصوصي پانګونې هڅول دي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک په خپور شوي راپور کې راغلي، چی افغانستان برښنا ته پوره اړتيا لري او د پیسو دا نوې ټولګه به د دغه هېواد د ودې او پراختيا په لار کې يو ستر ګام وي.
د افغانستان د ماليي وزارت د نړیوال بانک له منظور شویو پیسو هرکلي کړی او وایي، چې دا به دهېواد په اقتصادي پراختیا کې خورامهم رول ولري.
د ماليي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ویلي، چې له دې سره به زمونږ په ډېرو اقتصادي پروژو کې خوزښت رامنځته شي او مونږ د نړیوال بانک له پیسو هرکلی کوو. دغه مالي بنسټ تل له افغانستان سره په اړینو اقتصادي برخو کې همکاري کړې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو هم د نړیوال بانک له دې پیسو هرکلي کړی او وایي؛ دا پیسې به د افغانستان خصوصي سکتور وهڅوي، چې د انرژۍ په سکتور کې پانګونه زیاته کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید ظرفیت لوړیدل کولي شي، چې د افغانستان د اقتصادي پراختیا لامل شي. زمونږ ځینې پانګوال لکه عضنفر ګروپ او بیات ګروپ اوس هم د انرژۍ پر سکتور پانګونه کړې ده.
نړیوال بانک پر داسې مهال په افغانستان کې له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې دغه دالر منظوروي، چې افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا ډېره برښنا له خپلو شمالي ګاونډو هېوادونو لکه ازبکستان او تاجکستان واردوي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ