تازه خبرونه

نړیوال بانک: روان کال کې به افغانستان 2.6٪ اقتصادي وده ولري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونې د نړیوال بانک  له وروستي رپوټ هرکلی وکړ؛ خو په عین حال کې دغه خونه د دې رپوټ له ځینو برخو سره همنظره نه ښیي.

 د نړیوال بانک په رپوټ کې ویل شوي چې صادراتو کې کموالی راغلی؛ خو د سوداګرۍ خونه وایي په صادراتو کې زیاتوالی راغلی.

نړیوال بانک اټکل کړی چې روان کال کې به افغانستان دوه اعشاریه شپږ سلنه اقتصادي وده ولري.

د سوداګرۍ خونې ویاند، صیام ادین پسرلي په دې هکله اریانانیوز ته و وېل: «موږ د رپوټ هر کلی کوو؛ خو په ځینو برخو کې مو فق نه یاستو؛ ځکه چې  رپوټ ویلي چې د افغانستان صادرات کم ښودل شوي چې برعکس صادرات مو زیات شوي؛ خو د رپوټ بیا هم هرکلی کوو.»

د هیواد  یو شمیر لوی ملی سوداګرهم د نړیوال بانک رپوټ مني او وايي په هیواد کې لویو پانګوالو پانګونه کړي او دا لړۍ نوره هم د پراخیدو په حال کې ده

په دې هکله ملي سوداګر، عبد العزیز ګردیوال و وېل: «موږ هم د نړیوال بانک دغه رپوټ تایدو یو شمیر لویو پانګوالو په هیواد کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې ملي سوداګر نور هم غواړي چې پانګونه وکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د نړیوال بانک په دغه رپوټ شک لري وايي دغه رپوټو نه له حقیقتونو څخه لیري دي.

 د اقتصادي چارو کارپوه، سید قیاس سعیدي  و وېل: «د نړیوالو بنسټونو دغه رپوټونه  درست نوي؛ خو بیا هم موږ ګورو چې په ټولنه کې کوم له اقتصادي تغیر نه ګورو؛ خو بیا هم دغه رپوټونه شه دي تر څو حالت و ارزول شي.»

د نړیوال بانک دا رپوټ په داسې حال کې خپریږی چې په لس ګونه نړیوال سازمانونه هم غواړي په افغانستان کی له اقتصادي پروګرامونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version