تازه خبرونه

نړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پارواټانني هریش د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې ویلي؛ په افغانستان کې بشري وضعیت اوس هم «ډېر کړکېچن» دی او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپل تعامل زیات کړي او د مثبتو اقداماتو لپاره هڅوونکي پروګرامونه په پام کې ونیسي.

Published

on

هند له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او د دغه هېواد په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پارواټانني هریش د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې ویلي؛ په افغانستان کې بشري وضعیت اوس هم «ډېر کړکېچن» دی او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپل تعامل زیات کړي او د مثبتو اقداماتو لپاره هڅوونکي پروګرامونه په پام کې ونیسي.

هغه وایي:« مونږ نه‌شو کولی ۴۸ میلیون افغانان، چې له محرومیتونو او لویو ستونزو سره مخ دي؛ له پامه وغورځوو. د افغانستان وضعیت ډېر کړکېچن دی او مونږ باید د دغه هېواد نوی واقعیت ومنو او خپله تګلاره بدله کړو.»

پارواټانني زیاته کړې:« ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید ډېرې وسیلې په واک کې ولري او له مثبتو هڅوونکو لارو کار واخلي، چې یوه ورځ یوه افغانه نجلۍ یا هلک په ویاړ ووایي؛ کله یې، چې مرستې ته اړتیا لرله، نړۍ یې تر څنګ ولاړه وه.»

هند په دې غونډه کې افغانستان ته له خپلو مرستو هم نغوته کړې او وایي، چې له ۲۰۲۱ز.کال راپدېخوا یې افغانستان ته له ۵۰ زره ټنه ډېره غنم او سلګونه ټنه درمل او واکسین لېږلي دي.

نوموړي زیاته کړې،  له ۲۰۲۳ز.کال راپدېخوا له درې زره ډېرو افغان زده‌کړیالانو د دغه هېواد له تحصیلي بورسونو ګټه اخیستې ده.

د هند استازي د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او د هغوی د انساني کرامت له ساتلو سره ترسره شي.

هند په پای کې له یوناما څخه خپل ملاتړ بیا څرګند کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ډېرې هڅې وکړي.

Trending

Exit mobile version