تازه خبرونه

نړۍ دې د افغانستان د آبادولو، پرمختګ او ځان‌بسیاینې لپاره هڅې وکړي – برښناشرکت

د دغه شرکت رییس همدارنګه ټینګار کړی، چې نړيوال بنسټونه باید د برښنا موضوع سیاسي نکړي؛ ځکه، چې د برښنا انرژي یوه بشري اړتیا ده.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۷, ۱۴۰۴

د افغانستان برښنا شرکت رییس د برښنا د تولید په برخه کې د پانګونې د جذب د غونډې په دوه‌یمه ورځ ویلي، چې برښنا د بشري اړتیا په توګه ګڼي او له نړيوالو بنسټونو یې وغوښتل، چې له دې مسئلې سره سیاسي چلند ونکړي.

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ویلي، چې نړيوال بنسټونه باید د برښنا موضوع سیاسي نکړي؛ ځکه، چې د برښنا انرژي یوه بشري اړتیا ده.
د دغه شرکت رییس همدارنګه ټینګار کړی، چې نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک، او نورې مرستندویه ادارې باید خپلې همکارۍ پیل او نیمګړې پروژې بشپړې کړي؛ ځکه افغانان حق لري، چې ټولې نیمګړې پروژې د دوی لپاره بشپړې شي.

د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د پانګونې د جلبولو او د افغانستان د انرژۍ سکټور د ملاتړ په ننني کنفرانس کې ویلي: د افغانستان اسلامي امارت د هېواد پرمختګ غواړي؛ نړۍ او د سیمې هېوادونه دې هم د دې هېواد د آبادولو، پرمختګ او ځان‌بسیاینې لپاره کار وکړي او په بېلابېلو سکټورونو کې په ځانګړي توګه د برښنا د تولید په برخه کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

د عبدالباري عمرد څرګندونو له مخې؛ د افغانستان برښنا شرکت په تېر کال کې له بېلابېلو سرچینو څخه د ۱۰۷۰ میګاواټه برښنا د تولید لپاره له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک کړي، چې په ځینو یې عملي کار پیل شوی او په نږدې راتلونکي کې به پر نورو کار پیل شي.

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو ټولنې مرستیال مشر علی ابراهیم آکر هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د برښنا په تولیدي سکټور کې پر پانګونې ټینګار کوي او وایي: له انرژۍ پرته به د پام وړ پرمختګ ونلرو؛ برښنا د مکتبونو، روغتونونو او پوهنتونونو لپاره اړینه ده. مونږ اړتیا لرو، چې د افغانستان د ولس د ملاتړ لپاره د انرژۍ په تولید کې پانګونه وکړو.

دغه راز خصوصي سکټور هم په دې ناسته کې د برښنا نشتوالی د صنعتي پارکونو لپاره د هېواد د صنعت د ودې پر وړاندې ستر خنډ بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال آرین زړګي عظیمي ویلي: “صنعتي او تولیدي سکټور د اقتصادي ودې اصلي محرک دی؛  خو د دوامداره انرژۍ نشتوالي له کبله دا په دوامداره توګه کار نشي کولی.” “ډېری کارخونې لرونکي اړ دي، چې جنراتورونه وکاروي، چې د تولید لګښتونه زیاتوي او د سیمې له هېوادونو سره سیالي کموي.”

د صنایعو او کانونو خونې سلاکار، مزمل شېرزاد زیاته کړې: “افغانستان له طبیعي سرچینو څخه بډایه هېواد دی؛ خو دا له هرڅه څخه ډېر برښنا ته اړتیا لري. پرته له برښنا صنعت وده نشي کولی، کانونه نشي استخراج کېدی او کرنه عصري کېدی نشي. نن زمونږ هېواد د انرژۍ تږی دی او دا تشه یوازې د ملاتړ، پانګونې او ګډو هڅو سره ډکېدی شي.”

د چارو ادارې د مسوولینو ترڅنګ، مرکزي بانک هم په هېواد کې د پانګه‌والو لپاره د مالي او تخنیکي آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي.

د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور ویلي: “د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ د پانګوالو او سوداګرو لپاره د طرزالعمل یوه مسوده چمتو شوې ده، چې کله بشپړه شي؛ نو دوی ته به پراخې آسانتیاوې برابرې کړي.”

د مرکزي بانک استازي احسان الله منصور هم ویلي: “مونږ هیله لرو، چې بانکي او غیر بانکي سکټورونه به له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د برښنا رسولو په سکټور کې به فعال رول ولوبوي. په ځانګړي توګه د نوي کېدونکې انرژۍ تمویل له لارې. د افغانستان بانک په دې برخه کې اړین تنظیمي آسانتیاوې او هڅونکي اقدامات په پام کې نیولي دي.”

له دې مخکې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې ژر تر ژره مالي او بانکي محدودیتونه لرې کړي؛ ځکه، چې د هغه په ​​وینا، دا محدودیتونه په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو لپاره یوه لویه ننګونه ده.

Trending

Exit mobile version