تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان د آبادولو، پرمختګ او ځانبسیاینې لپاره هڅې وکړي – برښناشرکت
د دغه شرکت رییس همدارنګه ټینګار کړی، چې نړيوال بنسټونه باید د برښنا موضوع سیاسي نکړي؛ ځکه، چې د برښنا انرژي یوه بشري اړتیا ده.
د افغانستان برښنا شرکت رییس د برښنا د تولید په برخه کې د پانګونې د جذب د غونډې په دوهیمه ورځ ویلي، چې برښنا د بشري اړتیا په توګه ګڼي او له نړيوالو بنسټونو یې وغوښتل، چې له دې مسئلې سره سیاسي چلند ونکړي.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ویلي، چې نړيوال بنسټونه باید د برښنا موضوع سیاسي نکړي؛ ځکه، چې د برښنا انرژي یوه بشري اړتیا ده.
د دغه شرکت رییس همدارنګه ټینګار کړی، چې نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک، او نورې مرستندویه ادارې باید خپلې همکارۍ پیل او نیمګړې پروژې بشپړې کړي؛ ځکه افغانان حق لري، چې ټولې نیمګړې پروژې د دوی لپاره بشپړې شي.
د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د پانګونې د جلبولو او د افغانستان د انرژۍ سکټور د ملاتړ په ننني کنفرانس کې ویلي: د افغانستان اسلامي امارت د هېواد پرمختګ غواړي؛ نړۍ او د سیمې هېوادونه دې هم د دې هېواد د آبادولو، پرمختګ او ځانبسیاینې لپاره کار وکړي او په بېلابېلو سکټورونو کې په ځانګړي توګه د برښنا د تولید په برخه کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
د عبدالباري عمرد څرګندونو له مخې؛ د افغانستان برښنا شرکت په تېر کال کې له بېلابېلو سرچینو څخه د ۱۰۷۰ میګاواټه برښنا د تولید لپاره له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک کړي، چې په ځینو یې عملي کار پیل شوی او په نږدې راتلونکي کې به پر نورو کار پیل شي.
په افغانستان کې د اسلامي همکاریو ټولنې مرستیال مشر علی ابراهیم آکر هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د برښنا په تولیدي سکټور کې پر پانګونې ټینګار کوي او وایي: له انرژۍ پرته به د پام وړ پرمختګ ونلرو؛ برښنا د مکتبونو، روغتونونو او پوهنتونونو لپاره اړینه ده. مونږ اړتیا لرو، چې د افغانستان د ولس د ملاتړ لپاره د انرژۍ په تولید کې پانګونه وکړو.
دغه راز خصوصي سکټور هم په دې ناسته کې د برښنا نشتوالی د صنعتي پارکونو لپاره د هېواد د صنعت د ودې پر وړاندې ستر خنډ بولي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال آرین زړګي عظیمي ویلي: “صنعتي او تولیدي سکټور د اقتصادي ودې اصلي محرک دی؛ خو د دوامداره انرژۍ نشتوالي له کبله دا په دوامداره توګه کار نشي کولی.” “ډېری کارخونې لرونکي اړ دي، چې جنراتورونه وکاروي، چې د تولید لګښتونه زیاتوي او د سیمې له هېوادونو سره سیالي کموي.”
د صنایعو او کانونو خونې سلاکار، مزمل شېرزاد زیاته کړې: “افغانستان له طبیعي سرچینو څخه بډایه هېواد دی؛ خو دا له هرڅه څخه ډېر برښنا ته اړتیا لري. پرته له برښنا صنعت وده نشي کولی، کانونه نشي استخراج کېدی او کرنه عصري کېدی نشي. نن زمونږ هېواد د انرژۍ تږی دی او دا تشه یوازې د ملاتړ، پانګونې او ګډو هڅو سره ډکېدی شي.”
د چارو ادارې د مسوولینو ترڅنګ، مرکزي بانک هم په هېواد کې د پانګهوالو لپاره د مالي او تخنیکي آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي.
د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور ویلي: “د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ د پانګوالو او سوداګرو لپاره د طرزالعمل یوه مسوده چمتو شوې ده، چې کله بشپړه شي؛ نو دوی ته به پراخې آسانتیاوې برابرې کړي.”
د مرکزي بانک استازي احسان الله منصور هم ویلي: “مونږ هیله لرو، چې بانکي او غیر بانکي سکټورونه به له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د برښنا رسولو په سکټور کې به فعال رول ولوبوي. په ځانګړي توګه د نوي کېدونکې انرژۍ تمویل له لارې. د افغانستان بانک په دې برخه کې اړین تنظیمي آسانتیاوې او هڅونکي اقدامات په پام کې نیولي دي.”
له دې مخکې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې ژر تر ژره مالي او بانکي محدودیتونه لرې کړي؛ ځکه، چې د هغه په وینا، دا محدودیتونه په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو لپاره یوه لویه ننګونه ده.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی4 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
لوبی5 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
نړۍ3 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
International Sports4 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
