تازه خبرونه
نړۍ دې له افغانستان سره په تعامل کې د هڅونې لار خپله کړي – قطر
نوموړي د چارشنبې پر ورځ په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا ته ویلي، چې که څه هم د دوحې له تړون وروسته د افغانستان وضعیت نړیوالې ټولنې ته مطلوب ندی او ډېرې ستونزې شته؛ خو وضعیت هغومره هم خراب ندی لکه څنګه، چې تمه کېده.
د قطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره په تعامل کې د مجازاتو پر ځای د هڅونې چلند غوره کړي.
نوموړي د چارشنبې پر ورځ په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا ته ویلي، چې که څه هم د دوحې له تړون وروسته د افغانستان وضعیت نړیوالې ټولنې ته مطلوب ندی او ډېرې ستونزې شته؛ خو وضعیت هغومره هم خراب ندی لکه څنګه، چې تمه کېده.
د قطر لومړي وزیر په افغان مشرتابه کې د بېلابېلو اندونو پر شتون د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ځینې یې پر محدودیتونو ټینګار کوي، خو نور یې له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې غواړي.
هغه وایي: ” هغه، چې له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې غواړي؛ د دولت پر جوړولو به بریالي شي.”
شیخ محمد له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د کابل په اړه پخپله سټراټیژۍ له سره غور وکړي او وایي؛ هڅونه یې کولی شي، د انزوا یا بندیزونو پر پرتله غوره پایلې ولري.
هغه وایي: “په افغانستان کې د وضعیت بدلولو هڅې باید هڅونکې ترسره شي، نه مجازاتي. د دې پر ځای، چې وویل شي؛ تاسې دا کار کوئ؛ مونږ پرتاسو بندیزونه لګوو’. چلند باید دا وي؛ ‘که تاسې دا کار وکړئ، مونږ به مو ونازوو.’ دا ذهنیت باید نړیواله ټولنه بدل کړي او وکولی شو، چې افغانستان پر سمه لار روان کړو.”
قطر له کلونو راپدېخوا په افغانستان کې ډیپلوماټیک رول لوبولی؛ د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو کوربتوب کړی، چې په ۲۰۲۰ کې د دوحې تړون ته لار اواره شوه. دغه راز په ۲۰۲۱ کې اسلامي امارت بیا واک ته راستون شو؛ دوحې له اسلامي امارت سره اړیکې وساتلې او اوس هم د ثبات د ودې لپاره د نړیوالو له ښکېلتیا ملاتړ کوي.
اسلامي امارت تر اوسه د قطر د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې یې ټینګار کړی، چې له نړۍ سره عادي اړیکې غواړي.