تازه خبرونه

نړۍ دې له تروریزم سره په مبارزه کې له افغان حکومته ملاتړ وکړي

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو په ۷۷ عمومي ناسته کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې د تروریزم د ځالې په توګه د افغانستان د جوړیدو د مخنیوي لپاره د ټولو هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر فرحان بن فیصل د افغانستان له اسلامي امارته غوښتي، چې د ترهګرو ډلو د ودې او فعالیت مخه دې ونیسي او په دې برخه کې یې له نړیوالې ټولنې څخه ورته د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فرحان بن فیصل وایي: افغانستان باید د تروریستي فعالیتونو او یا د ترهګرو د ودې پر مرکز بدل نشي. مونږ باید له دغه هېواد سره د تلپاتې سولې او ثبات لپاره همکاري وکړو، چې یو هوسا او سوکاله اقتصاد ولري.

دغه راز د چین د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم، اصولو او قانونیت پر لوري روان دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ويلي؛ د يو ټول ګډونه سياسي چوکات او منځلارې تګلارې رامنځته کول کولی شي افغانستان سم لوري ته بوځي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته یې وینا کوله وویل، چې افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم، اصولو او قانونیت پر لوري روان دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وایي: افغانستان له ګډوډۍ څخه نظم، اصولو او قانونیت ته د لېږد په یوه حساس پړاو کې دی. دا د مخکې تګ یوه سمه لار ده؛ خو د یوه ټولګډونه سیاسي چوکات رامنځته کول او د منځلارو تګلارو عملي کول هم یوه اړتیا ده. موخه او لومړیتوب یې باید اقتصادي وده او د خلکو د ژوند ښه کول، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د سیمه ییزو اړیکو ښه کول وي.  یو اړخیز بندیزونه د افغانستان له پرمختګ سره مرسته نکوي. د دغه هېواد قانوني شتمنۍ باید پرېښودل شي، دا د نه منلو وړ طریقه ده، چې باید سمه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف، چې هېواد یې پر اوکراین د پوځي یرغل له کبله تر نړیوالو بندیزونو لاندې دی؛ په دې باور دی، چې امریکا د هغو هېوادونو د سولې او ثبات په راوستلو کې پاتې راغلې، چې یرغلونه یې پرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وایي: امريکا په ځمکه کې د خداى د استازي په توګه عمل کوي او دا خپل مقدس حق ګڼي، چې د هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي؛ په هر ځاى او هر وخت کې، چې وغواړي بريدونه کوي؛ خو د امريکا د زړورتيا پايله همداده او بس. آیا له تېرو کلونو راپدیخوا په افغانستان، عراق، سوریه او نورو ځایونو کې د بشري حقونو وضعیت ښه شوی، د قانون حاکمیت ښه شوی، یا د هېوادونو ټولنیز یا اقتصادي وضعیت ښه شوی؟ دا ټول د واشنګتن د پوځي بریدونو پایلې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر وایي: ترهګریزو فعالیتونو ته هیڅ پاملرنه نکیږي. ملګري ملتونه باید د تروریزم پر وړاندې د هغو پر عاملینو بندیزونه ولګوي. مونږ په نړیوالو اړیکو کې د مشورتي، ټولګډونه تګلارې ملاتړ کوو. مونږ په دې باور یوو، چې یوازې خبرې اترې او دیپلوماسي کولی شي، چې ستونزو ته د پای ټکی کېدي.

اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت له ستونزې سره مخ دی او له همدې کبله د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان څوکی تشه وه او د سیمې هېوادونو د خپلو لید لوریو له مخې د افغانستان په اړه څرګندونې کولې؛ خو دلته د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځينو هېوادونو د رهبرانو لخوا پر افغانستان لګیدلې تورنه رد کړل او زیاتوي؛ ځينې استخباراتي کړۍ غواړي، چې افغانستان د ترهګرۍ د مرکز په توګه وپېژندل شي.

Trending

Exit mobile version