تازه خبرونه
نړۍ دې له تروریزم سره په مبارزه کې له افغان حکومته ملاتړ وکړي
د ملګرو ملتونو په ۷۷ عمومي ناسته کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې د تروریزم د ځالې په توګه د افغانستان د جوړیدو د مخنیوي لپاره د ټولو هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر فرحان بن فیصل د افغانستان له اسلامي امارته غوښتي، چې د ترهګرو ډلو د ودې او فعالیت مخه دې ونیسي او په دې برخه کې یې له نړیوالې ټولنې څخه ورته د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فرحان بن فیصل وایي: افغانستان باید د تروریستي فعالیتونو او یا د ترهګرو د ودې پر مرکز بدل نشي. مونږ باید له دغه هېواد سره د تلپاتې سولې او ثبات لپاره همکاري وکړو، چې یو هوسا او سوکاله اقتصاد ولري.
دغه راز د چین د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم، اصولو او قانونیت پر لوري روان دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ويلي؛ د يو ټول ګډونه سياسي چوکات او منځلارې تګلارې رامنځته کول کولی شي افغانستان سم لوري ته بوځي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته یې وینا کوله وویل، چې افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم، اصولو او قانونیت پر لوري روان دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وایي: افغانستان له ګډوډۍ څخه نظم، اصولو او قانونیت ته د لېږد په یوه حساس پړاو کې دی. دا د مخکې تګ یوه سمه لار ده؛ خو د یوه ټولګډونه سیاسي چوکات رامنځته کول او د منځلارو تګلارو عملي کول هم یوه اړتیا ده. موخه او لومړیتوب یې باید اقتصادي وده او د خلکو د ژوند ښه کول، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د سیمه ییزو اړیکو ښه کول وي. یو اړخیز بندیزونه د افغانستان له پرمختګ سره مرسته نکوي. د دغه هېواد قانوني شتمنۍ باید پرېښودل شي، دا د نه منلو وړ طریقه ده، چې باید سمه شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف، چې هېواد یې پر اوکراین د پوځي یرغل له کبله تر نړیوالو بندیزونو لاندې دی؛ په دې باور دی، چې امریکا د هغو هېوادونو د سولې او ثبات په راوستلو کې پاتې راغلې، چې یرغلونه یې پرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وایي: امريکا په ځمکه کې د خداى د استازي په توګه عمل کوي او دا خپل مقدس حق ګڼي، چې د هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي؛ په هر ځاى او هر وخت کې، چې وغواړي بريدونه کوي؛ خو د امريکا د زړورتيا پايله همداده او بس. آیا له تېرو کلونو راپدیخوا په افغانستان، عراق، سوریه او نورو ځایونو کې د بشري حقونو وضعیت ښه شوی، د قانون حاکمیت ښه شوی، یا د هېوادونو ټولنیز یا اقتصادي وضعیت ښه شوی؟ دا ټول د واشنګتن د پوځي بریدونو پایلې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر وایي: ترهګریزو فعالیتونو ته هیڅ پاملرنه نکیږي. ملګري ملتونه باید د تروریزم پر وړاندې د هغو پر عاملینو بندیزونه ولګوي. مونږ په نړیوالو اړیکو کې د مشورتي، ټولګډونه تګلارې ملاتړ کوو. مونږ په دې باور یوو، چې یوازې خبرې اترې او دیپلوماسي کولی شي، چې ستونزو ته د پای ټکی کېدي.
اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت له ستونزې سره مخ دی او له همدې کبله د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان څوکی تشه وه او د سیمې هېوادونو د خپلو لید لوریو له مخې د افغانستان په اړه څرګندونې کولې؛ خو دلته د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځينو هېوادونو د رهبرانو لخوا پر افغانستان لګیدلې تورنه رد کړل او زیاتوي؛ ځينې استخباراتي کړۍ غواړي، چې افغانستان د ترهګرۍ د مرکز په توګه وپېژندل شي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ډیپلوماسۍ او اسلامي همکاریو ټولنې د هڅو په اړه علمي ناسته تر سره شوه
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو یو شمېر مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر عمومي رییس او سفیر ډاکټر محمد بن سعید العیاش د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې د ډیپلوماسۍ او د دې ټولنې د هڅو په اړه علمي وینا او څرګندونې کړې دي.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو یو شمېر مسوولانو هم ګډون کړی و.
محمد بن سعید العیاش په خپله وینا کې د عامه او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ پر ارزښت، مهمو وسایلو او کاري میکانېزمونو خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د اسلامي همکاریو ټولنې د تاریخ، بېلابېلو اداري او تشکیلاتي جوړښت معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدارنګه د اسلامي همکاریو ټولنې په سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې د افغانستان په اړه د شویو پرېکړو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، چې په کابل کې د دې ټولنې دفتر د یادو پرېکړو د پلي کېدا بهیر څاري.
د نوموړي د وینا یوه مهمه برخه په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې هڅو او رول ته ځانګړې شوې وه.
د غونډې په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او لیدلوري شریک کړل او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او اندونه وړاندې شول.
تازه خبرونه
امریکايي محکمې پاکستان او افغانستان ته د نیول شویو افغانانو د لېږدولو بهیر ودراوه
اسوشیتیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو او د امریکا د کانګرس لسګونو غړیو افغانستان ته د دغو کسانو د بېرته لېږلو په صورت کې د شکنجې، ځورونې او ان د مرګ له ګواښ څخه اندېښنه څرګنده کړه.
د امریکا په نیویارک کې یوې فډرالي محکمې د سېشنبې پر ورځ په لنډمهالي بڼه د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پلان ودراوه، چې له مخې یې په امریکا کې نیول شوي افغان وګړي پاکستان یا افغانستان ته لېږدول کېدل.
اسوشیتیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو او د امریکا د کانګرس لسګونو غړیو افغانستان ته د دغو کسانو د بېرته لېږلو په صورت کې د شکنجې، ځورونې او ان د مرګ له ګواښ څخه اندېښنه څرګنده کړه.
فډرالي قاضي والري کاپروني په یوه حکم کې امریکايي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې تر شنبې ورځې پورې د دغو افغانانو له لېږدولو ډډه وکړي.
د دغه حکم له صادرېدا مخکې د امریکا حکومت محکمې ته ویلي وه، چې د دې هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو اداره لږ تر لږه د اوونۍ تر پایه پاکستان یا افغانستان ته د افغان وګړو د لېږدولو لپاره د چارټر یا سوداګریزو الوتنو پلان نهلري.
د محکمې د هغو اسنادو له مخې، چې اسوشیتیډ پرس ترلاسه کړي، د امریکا حکومت پلان درلود، چې د دوشنبې پر ورځ د لويیزیانا ایالت له توقیفخونو څخه یو شمېر افغان کډوال په الوتکو کې پاکستان ته ولېږدوي.
دغه راز د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې له ۶۵ ډېرو غړیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین ته په یوه لیک کې د زیانمنونکو افغانانو د لېږدولو په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې د دغو کسانو بېرته لېږل ښايي هغوی د شکنجې، څارنې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.
د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو ويلي؛ له ۸۰ ډېرو افغان وګړو وروسته له هغې له بشري حقونو بنسټونو سره اړیکې نیولي، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې له پاکستان څخه د احتمالي لېږدولو په اړه خبرتیاوې ورکړې دي. په دغو کسانو کې ښځې، د پولیسو یو افسر، د مذهبي لږکیو غړي او هغه کسان شامل دي، چې د کورنۍ غړیو یې د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې ده.
د اسلامي امارت غبرګون
پاکستان ته د افغان وګړو د لېږدولو په اړه د راپورونو له خپرېدا وروسته د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د حکومت جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه له امریکا غوښتي، چې د افغانستان د وګړو د برخلیک په اړه د پرېکړې پر مهال د هغوی مشروع حقونه او غوښتنې په پام کې ونیسي.
نوموړي ټینګار کړی، چې درېیم هېوادونه باید د یوه هېواد د وګړو د حقونو له په پام کې نیولو پرته د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه ونهکړي.
د لېږدول شویو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنې
د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته لېږل ښايي هغوی له خپلسرو نیونو، اعدام، په عام محضر کې د دورو وهلو او غچاخیستونکو تاوتریخوالو له ګواښ سره مخ کړي.
د افغان ایواک (AfghanEvac) بنسټ مشر شان ونډایور د محکمې له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه یو لنډمهالی فرصت دی، نه د افغانانو د لېږدولو د مخنیوي د هڅو پای.
هغه ټینګار کړی، چې په امریکا کې د نیول شویو افغان وګړو د خوندیتوب لپاره مبارزه به روانه وي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي
د «یوراشیانیټ» خبري اوبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي؛ قزاقستان له دې مخکې له پاکستان سره د سوداګرۍ د کچې د یو میلیارډ ډالرو ته د لوړولو په اړه خوشبین و؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت شاوخوا ۶۴۵ میلیون ډالره اټکلوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر وړاندې پر یوه مهم خنډ بدلې شوې دي او د سیمې د هېوادونو هغه پراخ پلانونه یې له جدي ننګونو سره مخ کړي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره یې جوړ کړي دي.
د «یوراشیانیټ» خبري اوبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي؛ قزاقستان له دې مخکې له پاکستان سره د سوداګرۍ د کچې د یو میلیارډ ډالرو ته د لوړولو په اړه خوشبین و؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت شاوخوا ۶۴۵ میلیون ډالره اټکلوي.
دا ارزونه د نومبر پر لومړۍ په آستانه کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین او د پاکستان د پانګونې وزیر قیصر احمد شیخ په یوه غونډه کې وړاندې کړې ده.
دغه راز ازبکستان هم پلان لري، چې په راتلونکو پنځه کلونو کې له پاکستان سره د خپلې کلنۍ سوداګرۍ کچه دوه میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي؛ خو سوداګریز معلومات ښيي، چې دې موخې ته رسېدل به آسانه نهوي.
د ۲۰۲۴ز.کال د څرګندونو له مخې، پاکستان ازبکستان ته د ۱۲۹ میلیون ډالرو پر ارزښت توکي صادر کړي او ازبکستان پاکستان ته د ۲۵۷ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
دغه راز د ۲۰۲۵ز.کال سوداګریز معلومات ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچې بدلون نهدی کړی.
یوراشیانیټ زیاته کړې؛ که څه هم د سیمې چارواکي په رسمي غونډو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته لږه نغوته کوي؛ خو د اسلامآباد او اسلامي امارت ترمنځ پوځي نښتې د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا د بهیر د ټکني کېدا یو لامل دي.
دغو کړکېچونو نهیوازې د سوداګرۍ او توکو د لېږد لارې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي، بلکې په افغانستان او سیمه کې یې د بېثباتۍ د پراخېدا په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
همدارنګه د افغانستان د ثبات په اړه د« مسکو فرمټ» د اوکټوبر په غونډه کې د اسلامآباد او کابل ترمنځ اختلافات هم څرګند شول؛ دا غونډه د ترهګرۍ پر موضوع د اختلاف له کبله د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده.
له دغو ننګونو سره – سره پاکستاني چارواکي اوس هم د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د آزادو اوبو د لاسرسي لپاره د خپل هېواد د بندرونو پر ارزښت ټینګار کوي او دغه بندرونه د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره سټراټیژیکې دروازې بولي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام کولی شي د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د افغانستان د رول د پیاوړتیا بهیر له ډېرو ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه د ټرانزیټي لارو امنیت، سیاسي ثبات او سیمهییزې اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا اساسي عوامل دي.
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس
-
نړۍ4 days agoد جرمني د ځوان نسل په تاوتریخجنو لاریونونو کې د فرانکفورټ هټۍ لوټ شوې
-
تازه خبرونه4 days agoد داعش غړی اوغور بهادر اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې
-
تازه خبرونه2 days agoایران د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې له جوړولو خبر ورکړ
-
نړۍ3 days agoټرمپ له کانګرس پرته د حکومتولۍ پر پلان کار کوي- رویټرز
-
تازه خبرونه2 days agoد امریکا ۶۶ سناتورانو د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه وکړه
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون د فوټسال غوره لیګ د دوه نورو پړاوونو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
لوبی4 days agoد افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره لوبډلې په لومړي فوټبال نړیوال جام او ننداره کې دریاتیایم مقام خپل کړ
