تازه خبرونه
ملګري ملتونه د روږدو د درملنې له ۱۷ مرکزونو سره مرسته کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) څرګنده کړې، چې دغه اداره په افغانستان کې د روږدو د درملنې ۱۷ مرکزونو ته درمل او طبي وسایل ورکوي.
د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دوی په دې اړه له نشه يي توکو سره د مبارزې له اړوند دفتر سره يو هوکړه ليک لاسليک کړى دى.
د هوکړه لیک پر بنسټ به دغه دواړه ادارې به د روږدو د درملنې په ۱۷ مرکزونو کې درمل، طبي وسایل او د اړتیا وړ روغتیايي توکي چمتو کړي.
سرچینې زياته کړې؛ د افغانستان په شمال، لويديځ، ختيځ او مرکزي سيمو کې د روږدو کسانو ٩٣٠ مرکزونه به له دوه ميليون دالرو ډېر لګښت ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د دفتر استازي عبدالله الدرداري ويلي، چې دغه هېواد اوس هم په نړۍ کې د کوکنارو له سترو توليدوونکیو هېوادونو څخه دى، چې په تېرو کلونو کې يې زرګونه افغانان پر نشه يي توکو روږدي شوي دي.
عبدالله الدرداری زیاته کړې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر ژمن دی، چې په دغه هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره نوره ډېره همکاري هم وکړي.
همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر استازې انوبه سعود هم د ملګرو ملتونو د دغو دوه ادارو هڅې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو د فعاليت د دوام لپاره اړینې وښودلې او وایي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټول افغانستان کې، ډېري دا مرکزونه مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره روږدو کسانو ته د بهرنیو هېوادونو مالي مرستې په بشپړه توګه بندې شوې او ډېرۍ هغه بهرنۍ موسسې، چې د روږدو په درملنه کې فعالې وې، هم له افغانستان څخه ووتلې.
تازه خبرونه
په بکس کې د یوې ښځې مړی؛ یوناني پولیسو یو افغان نیولی
۳۸ کلنه الیزابټ جین راس د سکاټلینډ د اېډینبرو ښار اوسېدونکې وه. نوموړې د جون میاشتې په وروستیو کې یونان ته د رضاکارانه فعالیتونو او له کډوالو او اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره تللې وه.
یوناني چارواکو یو ۲۶ کلن افغان سوکوهونکی د یوې بریټانیایي ښځې د قتل پر تور نیولی، چې جسد یې د آتن ښار د یوې پرېښودل شوې ودانۍ دننه په یوه بکس کې موندل شوی دی.
۳۸ کلنه الیزابټ جین راس د سکاټلینډ د اېډینبرو ښار اوسېدونکې وه. نوموړې د جون میاشتې په وروستیو کې یونان ته د رضاکارانه فعالیتونو او له کډوالو او اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره تللې وه.
د کورنۍ او ملګرو لهخوا یې د شکمنو پیغامونو له ترلاسه کېدا وروسته د هغې د ورکېدا راپور پولیسو ته ورکړ شو.
څېړونکي وایي، دغه پیغامونه ښايي د هغې له مړینې وروسته استول شوي وي، چې د پېښې کشف وځنډېږي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، نیول شوی افغان شریف احمدزی نومیږي، چې په ۲۰۱۶ز.کال کې د بېسرپرسته پناه غوښتونکي په توګه یونان ته تللی و. هغه وروسته له یوې امریکایۍ مرستندویې سره واده وکړ او دواړو په آتن کې د کډوالو د مرستې یو خیریه مرکز جوړ کړ. ویل کېږي، چې الیزابټ راس هم د همدې خیریه فعالیتونو له لارې له دوی سره آشنا شوې وه.
یوناني څارنوالانو احمدزی د قتل، غلا او د وسلو اړوند جرمونو پر تور تر عدلي تعقیب لاندې راوستی دی.
د څېړونکو د څرګندونو له مخې؛ د امنیتي کمرې انځورونه ښيي، چې هغه یو لوی بکس د آتن په کوڅو کې لېږداوه او وروسته یې د «کیپسلي» سیمې په یوه پرېښودل شوې ودانۍ کې پرېښود. د راس مړی د جولای پر اتهلسمه هلته د یوه بېکوره کس لهخوا وموندل شو.
پولیس وایي، احمدزي د راس له مړینې وروسته د هغې د بانکي کارتونو پر کارولو شاوخوا لس زره یورو هم ایستلي دي.
احمدزي منلې، چې مړی یې پټ کړی او د راس بانکي کارتونه یې کارولي؛ خو ادعا کوي، چې هغه یې نه ده وژلې. کله، چې اپارتمان ته ننوت، راس مخکې مړه شوې وه.
څېړونکو ویلي، د عدلي طب شواهد او د امنیتي کمرې انځورونه د هغه له څرګندونو سره سمون نهخوري. لومړنۍ موندنې ښيي، چې ښايي راس د ساه بندېدا له کبله مړه شوې وي؛ خو د وروستیو روغتیایي کتنو پایلې تر دې دمه اعلان شوې نهدي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، د احمدزي مېرمنې د هغه پر چلند له شکمنېدا وروسته پولیس خبر کړي او د څېړنو په پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی دی.
یوناني چارواکي اوس هم د دې قتل د انګېزې په اړه څېړنې کوي.
د دوی ویلي، غلا یا شخصي شخړه د دې پېښې له مهمو احتمالي لاملونو څخه دي.
ویل کیږي، چې دې پېښې په یونان او انګلستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
تازه خبرونه
د سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نهشي نیولی.
د امریکا یوې فډرالي محکمې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د مېرمنو او ماشومانو د سفر اسناد وڅېړي او صادر یې کړي.
محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نهشي نیولی.
د امریکا سیمهيیز قاضي انټوني ټرینګا د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ۱۵ ورځو په موده کې د هغو پېنځه افغانانو د کورنیو د سفر اسناد صادر کړي، چې د کورنۍ غړو یې له دې مخکې امریکا ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړې ده.
محکمې دغه وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د کورنۍ د نورو غړیو د وړتیا ارزونه دې د سفر د بندیز له پلي کولو پرته بیا ترسره کړي او د کورنیو د یوځای کېدا د بهیر تر بشپړېدو دې منظم راپورونه وړاندې کړي.
دا قضیه د ویرجینیا ایالت په محکمه کې د هغو افغان کډوالو له خوا ثبت شوې، چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و. دوی استدلال کړی، چې د امریکا د سفر بندیزونه، د کډوالو او پناه غوښتونکو له قانوني حقونو سره په ټکر کې، په ناحقه د دوی د مېرمنو او ماشومانو د ور یوځای کېدا مخه نیولې ده.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د افغانستان د وګړو پر وړاندې د امریکا د سفر بندیزونه اوس هم له حقوقي ننګونو سره مخ دي.
د دعوې د مدعیانو حقوقي ملاتړو د محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې ګڼې افغان کورنۍ له افغانستان څخه له وتلو وروسته د کلونو لپاره سره بېلې پاتې شوې دي.
ویل کیږي، چې د دغو کورنیو ځینې غړي اوس هم په درېیمو هېوادونو کې بې برخلیکه دي او ځینې نور د سفر د اجازې د ترلاسه کولو پر تمه بېرته ستنېدا ته اړ شوي دي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به واک ته د اسلامي امارت د بېرته رسېدا اغېزې وارزوي
نوموړې د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ امنیت شورا به د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر وضعیت راوڅرخیږي.
-
تازه خبرونه1 day agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
توسعه4 days agoتوسعه: د غوري سمنټو د تولید هڅې
-
Opinion2 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی2 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
روغتيا2 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
-
نړۍ2 days agoد امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
