Connect with us

تازه خبرونه

د قطر تخنیکي ډلې په کابل نړیوال هوايي ډګر کې خپل کار پای ته ورساوه

خپور شوی

د

په کابل کې د قطر سفارت څرګنده کړې؛ د قطر ځانګړې څانګوالې تخنیکي ډلې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خپله دنده بریالۍ تر سره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ د قطر تخنیکي ډلې له نړیوالو معیارونو سره سم د کابل د هوايي ډګر په بیارغونه او ترافیکي بهیر کې کار کړې، چې د افغانستان خلکو ته د بشري او پرمختیایي مرستو په رسولو او بیا کار پیلولو کې اړین رول لرلی.

په کابل کې د قطر سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانانو د هوساینې لپاره قطر خپلې ژمنې روانې ساتي.

اسلامي امارت د روانې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ، چې دوی په ابوظبي کې له میشت شرکت GAAC سره د الوتنې د خدماتو چمتوکولو لپاره یو داسې تړون لاسلیک کړی، چې د افغانستان په اړینو هوایي ډګرونو کې د الوتکو کښته کول او الوتنې اداره کړي.

د الوتنې د لارښوونو د خدمتونو په تړون کې به د کابل په ګډون د هېواد په درې لویو هوايي ډګرونو کې افغان کارکوونکیو ته د آسانتیاوو، تجهیزاتو او روزنې برابرول هم په پام کې نیول شوي دي.

دوه نور هوايي ډګرونه، چې له دې تړون سره تړاو لري؛ د هرات او کندهار هوایي ډګرونه دي.

د غه شرکت په مارچ  میاشت کې د کابل هوایي ډګرونو د ځمکني سمبالتیا د ادارې لپاره یې خپل لومړنی تړون لاسلیک کړی.

تازه خبرونه

افغان ځواکونه به پر هره بیه له هېواد ساتنه کوي – د دفاع وزیر

مجاهد د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پېنځلسمې، چې د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت د نسکورېدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره برابره ده؛ د کلیزې پر مناسبت په یوه پیغام کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه به د خلکو د ژوند، شتمنیو او عزت د ساتنې لپاره له خپلې ټولې وړتیا کار واخلي.

Published

on

د افغانستان دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړ چمتو دي، چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او اسلامي نظام ساتنه وکړي.

مجاهد د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پېنځلسمې، چې د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت د نسکورېدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره برابره ده؛ د کلیزې پر مناسبت په یوه پیغام کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه به د خلکو د ژوند، شتمنیو او عزت د ساتنې لپاره له خپلې ټولې وړتیا کار واخلي.

هغه ویلي:« مونږ ملت ته ډاډ ورکوو، چې پخپلې ټولې وړتیا او ځواک به له هېواد، خلکو، د هغوی له شتمنیو او عزت، همدارنګه له اسلامي نظام څخه ساتنه کوو.»

مجاهد همداراز خبرداری ورکړی؛ هیچاته به اجازه ورنه‌کړ شي، چې په ټول افغانستان کې امنیت ګډوډ کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا دې سفارت بېرته پرانیزي او د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي – امیرخان متقي

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان اوس له امریکا سره د«متقابل درناوي» پر بنسټ د اړیکو او د همکاریو د نوي پړاو غوښتونکی دی.

Published

on

د امریکايي ځواکونو له وتلو او واک ته د اسلامي امارت له بېرته راتګ پېنځه کاله وروسته د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر له واشنګټن غوښتي، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او د کانونو او بنسټیزو پروژو په برخو کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان اوس له امریکا سره د«متقابل درناوي» پر بنسټ د اړیکو او د همکاریو د نوي پړاو غوښتونکی دی.

امیر خان متقي ویلي:« مونږ د جګړې پړاو پای ته رسېدلی ګڼو.»

هغه زیاته کړې، چې امریکا کولی شي خپل سفارت بېرته پرانیزي، خپل ډیپلوماټیک حضور وساتي او د افغانستان په کانونو، بندونو او سړکونو کې پانګونه وکړي.

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د افغانستان نړیواله انزوا کمه او خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. په وروستیو کلونو کې اسلامي امارت له روسیې، ازبکستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او له اروپايي حکومتونو سره یې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا په اړه خبرې کړې دي.

متقي افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدا هر ډول احتمال رد کړی او ویلي یې دي، چې افغانان په خپل هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور نه‌مني.

د اټلانټیک شورا کارپوه مایکل کوګلمن ویلي، چې د افغانستان کانیزې زېرمې ښايي د دونالډ ټرمپ حکومت ته په ځانګړي توګه د هغه د اقتصادي ګټو پر تمرکز له کبله د پام وړ وي.

امریکا د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۱ز. کلونو ترمنځ د افغانستان د کانونو د پراختیا لپاره نږدې یو میلیارډ ډالر لګولي؛ خو وروسته د امریکا یوې څارونکې ادارې وویل، چې دغو هڅو د پام وړ عملي پرمختګ نه‌درلود.

اسلامي امارت له واک ته له بېرته رسېدا وروسته د چین، ایران او قطر په څېر هېوادونو له شرکتونو سره د کانونو د استخراج او پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د امریکا پخواني ډیپلوماټ رابین راپل ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل بیا پیل کولی شي واشنګټن ته د دغه هېواد کانیزو سرچینو ته لاسرسی زیات او له منځنۍ آسیا سره اړیکې پیاوړې کړي.

راپل ویلي:« خو دا کار له کابل څخه د امریکا د حضور له لارې مستقیم تعامل ته اړتیا لري؛ هغه موضوع، چې اوس هم په واشنګټن کې پر سختۍ منل کېږي.»

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان بانک ویزه‌کارت او نوی«‌حساب‌پی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ

د افغانستان بانک د څار مرستیال احمدشاهپور میاخېل په دې مراسمو کې د پیسو د ورکړې او ایستلو لپاره د خلکو له لوري د ډیجیټلي کارتونو پر کارولو ټینګار وکړ.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۴, ۱۴۰۵

د افغانستان بانک نن(پنجشنبه د زمري دوه‌ویشتمه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال د ویزه‌کارت او نوي «حساب‌پی» کاریال مخکتنه وکړه.

د افغانستان بانک د څار مرستیال احمدشاهپور میاخېل په دې مراسمو کې د پیسو د ورکړې او ایستلو لپاره د خلکو له لوري د ډیجیټلي کارتونو پر کارولو ټینګار وکړ.

میاخېل ویلي؛ د خلکو باور رامنځته کول او هغوی ته د غوره مالي خدمتونو وړاندې کول د دغه بانک یو کاري لومړیتوب دي.

هغه زیاته کړې، د هېواد مالي نظام ډیجیټلي کول د راکړو ورکړو د برښنايي کولو په برخه کې مهم ګام دی.

هغه ویلي:« زمونږ یوازنی هدف دا دی، چې هر افغان وکولی شي خپلې پیسې د کارت، ګرځند او یا نورو وسیلو له لارې ورکړي.»

دغه راز د ځینو شرکتونو مسوولانو ویلي، چې په افغانستان کې یو میلیون فعال پېرېدونکي د «پي‌حساب » له خدمتونو ګټه اخلي.

دوی ټینګار کړی، چې د مالي خدمتونو په برخه کې د ډېرو آسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دي.

د یوه شرکت خاوند احمد خالد ودان د مراسمو ګډونوالو ته ویلي:« زمونږ موخه یوازې د یوه کاریال جوړول نه‌دي: بلکې موخه مو دا ده، چې په افغانستان کې د یوه پیاوړي، خوندي او باوري ډیجیټلي مالي نظام په جوړولو کې ونډه واخلو.»

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله په هېواد کې د پولي او سوداګریزو راکړو ورکړو پر ډیجیټلي کولو ټینګار کړی دی. د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، د راکړو ورکړو ډیجیټلي کول کولی شي په هېواد کې د روڼتیا او چټکتیا له زیاتېدا او د سوداګریزو فعالیتونو له پراخېدا سره مرسته وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!