سیمه ییز خبرونه

نړۍ نه غواړي ترهگري د گواښ په توگه وزغني

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانگړي استازي مرستيال جيمز وارليك ترهگري يو گډ دښمن او د نړې د ټولو هېوادونو لپاره ستر گواښ بولي او د دغې پديدې په وړاندې د گډې مبارزې ټينگار څرگندوي.

نوموړي له اريانا ټلويزيون سره په يوه ځانگړې مركه كې وويل، چې:

امريكا او افغانستان د ترهگرۍ د له منځه وړلو په موخه ځانگړې پانگونه كړې ده.

نوموړى، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ د امنيتي هوكړه ليك په اړه د مذاكرې د پلاوي مشري هم كوي وايي:

امنيتي هوكړه ليك د افغانستان او امريكا د اوږد مهالې دوستۍ ضمانت كوي.

نوموړى په افغانستان كې د سولې ټينگښت د نړى په گټه بولي او له ټولو هېوادونو غواړي، چې په دې اړه له افغانستان سره مرسته وكړي.

جيمز وارليك په ډاگه كړې، چې:

موږ او افغانستان د ترهگرۍ او القاعدې په وړاندې مبارزه كوو. دا پديده نه يوازې د افغانستان لپاره، بلكې د امريكا او ټولې نړى لپاره هم يو ستر گواښ بلل كيږي.

نوموړې وايي، چې د نړې يو هېواد هم له ترهگرۍ څخه په امان نه دى او هيڅ هېواد نه غواړي، چې القاعده يا نورې ترهگرې ډلې د يو گواښ په توگه وزغمي.

نوموړى وايي، چې:

په افغانستان كې د روانې جگړې شاليد د وسله والو مخالفو ډلو په ځانگړي توگه د القاعدې او د هغوى له خوندي پټنځايونو سره تړاو لري، چې امريكا به هيڅ كله ورته د فعاليت اجازه ورنكړي.

جيمز وارليك زياتوي:

دا موضوع د سيمې يا د نړى د هيڅ هېواد لپاره مناسبه نه ده او هيڅ هېواد نه غواړي، چې د القاعده شبكه د يو نړيوال گواښ په توگه پاته شي. له همدې كبله د القاعده او د هغوى د خوندي پټنځايونو د له منځه وړلو په موخه به زموږ ماموريت دوام مومي.

وارليك همدا راز ټينگاركوي، چې:

په افغانستان كې  سوله د نړى او په ځانگړي توگه گاونډ هېوادونو ته گټوره ده.

نوموړي له گاونډ هېوادونو وغوښتل، چې:

په افغانستان او سيمه كې د سولې د رامنځته كيدو لپاره بايد رښتينې هڅې وكړې.

وارليك يوځل بيا د افغانستان گاونډ هېوادونو ته په نغوته كې وويل، چې:

امريكا په افغانستان كې د تلپاتو پوځې اډو د جوړو غوښتونكى نه دى. د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي هوكړه ليك لاسليك به د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ او همكارۍ يوه نوې پرانيزي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په ځانگړي ډول د افغانستان خلكو ته به په سياسي، اقتصادي، معنوي، ستراتيژيكو او دفاعي برخو كې د باور فضا را منځ ته كړي.

له همدې كبله په دغه هوكړه ليك كې راغلي، چې:

امريكا د اوږد مهاله دفاعي او امنيتي همكاريو په چوكاټ كې افغانستان له ناټو څخه بهرخپل ملاتړى هېواد بولي.

په پام كې ده، چې په دې اړه به د زياتو مذاكرو په اړه افغان ولسمشر حامد كرزى د راتلونكي ميلادي كال په لومړۍ مياشت كې د امريكا په بلنه واشنگتن ته سفر وكړي.

Trending

Exit mobile version