تازه خبرونه

نړۍ هرومرو اسلامي امارت پر رسمیت پېژني – متقي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان خان متقي وايي، نړۍ هرومرو اسلامي امارت پر رسمیت پېژني او له اوسني نظام سره به تعامل ته غاړه ږدي.

امیرخان متقي په دې باور دی، چې نړۍ به ډېر ژر اوسنی نظام په رسمیت وپېژني.

 د بهرنیو چارو وزیر، چې په هرات ولایت کې د سلګونه پوځيانو د فراغت په مراسمو کې یې خبرې کولې له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د افغانستان د جغرافیې د ساتنې او د امنیت ټینګښت لپاره دې خپلې لیکې پراخې، متحدې او منظمې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ دغو ځواکونو د کورنيو استادانو تر څارنې لاندې پوځي زدکړې کړي دي. له همدې کبله د اردو او پوليسو ځواکونه ډېر ژر د ښارونو د امنيت ټینګولو لپاره چمتو او تنظیم شوي دي.

په لویدیځ زون کې د پولیسو له ښوونیز مرکزه د فراغت په اووم پړاو کې شاوخوا ۵۰۰ کسان فارغ شول.

د هېواد په لویديځ کې امنيتي چارواکي وايي، دا اووم پراو دی، چې د پوليسو ځواکونه له دغه ښوونیز مرکز څخه فارغېږي. په دې موده کې شاوخوا ۵۱۱ تنه فارغ شوي دي.

دا ځواکونه به د لویدیځ زون په څلورو ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت لپاره ځای په ځای شي.

دغو ځواکونو په شپږ اوونيو کې لومړنۍ پوځي زدکړې بشپړې کړي دي او ټاکل شوې، چې د خلکو د امنيت تامينولو لپاره د دغه زون په څلورو ولايتونو کې وګمارل شي.

په لویدیځ زون کې د پولیسو د ښوونیز مرکز قومندان محمد اسماعیل هدایت وايي، هغه پوځیان، چې له لومړنیو پوځي زدکړو فارغ شوي؛ په پام کې ده، چې په هرات، غور، بادغیس او فراه ولایتونو کې ځای پر ځای شي.

په لویدیځ زون په ښوونیز مرکز کې د جلب او جذب بهیر اوس پیل شوی ندی او دا مهال یوازې د اسلامي امارت سرتېري په پوځي زدکړو بوخت دي.

په لویدیځ زون کې د پولیسو د ښوونیز مرکز استاد محمد معصوم میهن یار وایي؛ دغه سرتېري د فراه، هرات، بادغيس او غور له ولايتونو څخه د پوځي زدکړو په پروګرامونو کې جذب شوي او لنډمهاله پوځي زدکړې یې کړېي دي.

په تېر یو کال کې له دغه ښوونیز مرکز څخه څه باندې درې زره کسان فارغ شول. امنیتي چارواکي ټینګار کوي، ډېر ژر به ټول هغه ځواکونه، چې په ښار کې پر دندو بوخت دي په منظمو پوځي یونیفورمونو سمبال شي.

Trending

Exit mobile version