تازه خبرونه
هرات ښار نن سهار دوه نورو زورورو زلزلو ولړزاوه
(Last Updated On: تله ۲۳, ۱۴۰۲)
د کانونو او پترولیم وزارت په ایکس پاڼه کې څرګنده کړې، چې نن یکشنبه سهار اته بجې او ۶ دقیقې ( د تلې ۲۳) ۶ اعشاریه ۴ درجې زلزلې د هرات ښار د رباط سنګي ولسوالۍ د کشک مرکز ولړزاوه، چې ژوروالی یې ۳۵ کیلو متره د همدې ولسوالۍ په ځمکه کې و.
دغه راز څرګنده شوې، چې نن سهار اته بجې او ۲۶ دقیقې، په همدې سیمه کې د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزله رامنځته شوې ده.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې هم دواړه زلزلې تائید کړي او څرګندوي، چې لومړۍ زلزله د رښتر پر کچه ۶.۳ درجې وه او دوهیمه ۵.۴ درجې وه.
د تلفاتو او زیانونو په اړه سمدستي راپور نهدی ورکړ شوی.
تېره اوونۍ د تلې پر ۱۵ / د اکټوبر پر اوومه او ۱۱ هم هرات ولایت څو زلزلو ولړزاوه او ټول نږدې ۱۴ کلي یې ویجاړ او لږ تر لږه ۴۵۰۰ کسانو ته یې مرګ و ژوبله واړوله.