تازه خبرونه

هره میاشت په افغانستان کې له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ هېوادوال په ماین چاودنو کې زیانمنیږي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۴۰۱)

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت څرګنده کړې؛ اوس هم هره میاشت له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ پورې افغانان د ماینونو او ناچاودېدونکیو توکو د شتوالي له کبله مري یا هم د بدن غړي له لاسه ورکوي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر دغه څرګندونې په کابل کې د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې کړي او په افغانستان کې یې د ماین پاکۍ له نړیوالو ټولنو غوښتي، چې د ماین پاکۍ بشري بهیر سیاسي نکړي او په دې برخه کې دې له حکومت او خلکو سره همکاري وکړي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چارسمبالی محمد عباس اخوند ډاډ ورکوي: مونږ د ماین پاکۍ له ټولو ادارو سره ګډ کار کوو او چمتو یو، چې د اړتیا په صورت کې هر ډول آسانتیاوې ورته برابرې کړو.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت سرمفتش ويلي، چې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمېدو وروسته د ماین پاکۍ په برخه کې د بهرنیو مرستو کمېدل د دې لامل شوي، چې په دې برخه کې اړوند بنسټونه له ستونزو سره مخ او ظرفیتونه یې لږ شي.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکیمي وایي: له هخغې وروسته، چې نوی حکومت واک ته ورسېد؛ بهرنۍ مرستې کمې شوې او د ماین پاکۍ د بنسټونو ظرفیت هم ورسره کم شو او دغه بنسټونه اړ شول، چې خپلې ادارې محدودې کړي. زه فکر کوم، چې په دې برخه کې د ظرفیت لوړولو ته اړتیا ده.

دغه راز د ماین پاکۍ د نړیوالو موسسو یو شمېر چارواکو هم په دې مراسمو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ټینګار څرګندوي، چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو فعالیتونه باید د پخوا په پرتله نور هم همغږي شي.

د ماین پاکۍ او بشري مرستو (DRC) د انسټیټیوټ مشر سوران ادثر وایي: د ماین پاکۍ په برخه کې زمونږ هڅې باید همغږې وي او ټولې چارې به د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له وزارت سره پر همغږۍ ترسره کېږي. زه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت له مشرتابه څخه د دوی له همکارۍ مننه کوم.

په دې مراسمو کې د لومړي وزیر د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پيغام هم ولوستل شو او د ماین پاکۍ موسسو ته د لازمې همکارۍ ډاډ څرګند شو.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۱ کال کې د ماین چاودنو له امله ۱۰۱۶ کسان زیانمن شوي، چې ډېری یې ماشومان دي.

Trending

Exit mobile version