سیمه ییز خبرونه
هغو كسانو ته چې له نشې يي لاس اخستى د حرفوي زده كړو رونيز مركز پرانيستل شو
په كابل كې د هغو كسانو لپاره د حرفوي زده كړو يو روزنيز مركز پرانيستل شو، چې له نشې يې لاس اخيستى وي. د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د روان لمريز كال له پېله تر اوسه يې د كابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه نيژدې شپږ سوه روږدي كسان راټول كړي، چې تر درملنې وروسته يې ځينې كسانو ته حرفوي زده كړې هم وركړل شوې دي.
په افغانستان كې له يو مليون څخه ډېر كسان په نشو روږدي دي، د مخدره توكو د كر او قاچاق ترڅنگ معتادان هم د دولت په وړاندې يوه لوېه ستونزه ده.
د افغانستان حكومت په نشه يي توكو د روږدو د درملنې د مخنيوي په موخه د درملنې او حرفوي زده كړو پروگرامونه پېل كړي دي.
د حرفوي زده كړو مركز، چې د كولمبو پلان او امريكا متحده ايالاتو له خوا تمويلېږي د هغو كسانو له پاره دى، چې له نشو ښه شوي وي او دا زده كړې به دوى ته دايمي كار او كسب ورزده كړي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مهمند وايي:
د هغو ۶۰۰ روږدو كسانو له ډلې، چې سږ كال يې درملنه شوې ۲۶۰ تنو يې د حرفوي زده كړو د ترلاسه كولو غوښتنه كړې ده.
همدارنگه په كابل كې دامريكا سفارت د قانون د تطبيق مسئولين وايي:
( اعتياد يا روږدېدنه كولاى شي، لويان، ځوانان، ښځې او نارينه راښكېل كړي هېڅوك نه شي كولاى له دې ستونزې خوندي پاتې شي.)
د راديو او تلويزيون ترميمول، نجاري، نلدواني، د موبايل ترميم او خياطي هغه كسبونه دي، چې په دې مركز كې ورښودل كېږي.
كه څه هم حكومت په دې وروستيو كې د ځينو مرستندوېه هېوادونو په مرسته د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې په اړه هڅې جدي كړې، خو د ځينو كارپوهانو په اند د هېواد په ځينو سيمو كې د نا امنيو او وسله والو مخالفينو د فعال حضور له امله دا بهير چندان اغېزناك نه و او په نشه يي توكو د روږدو شمېر د زياتوالي اندېښنې، چې لامل يې وزگارتيا او بې وزلي ده ډېرې شوې دي.
