Connect with us

سیمه ییز خبرونه

هغو كسانو ته چې له نشې يي لاس اخستى د حرفوي زده كړو رونيز مركز پرانيستل شو

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د هغو كسانو لپاره د حرفوي زده كړو يو روزنيز مركز پرانيستل شو، چې له نشې يې لاس اخيستى وي. د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د روان لمريز كال له پېله تر اوسه يې د كابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه نيژدې شپږ سوه روږدي كسان راټول كړي، چې تر درملنې وروسته يې ځينې كسانو ته حرفوي زده كړې هم وركړل شوې دي.

په افغانستان كې له يو مليون څخه ډېر كسان په نشو روږدي دي، د مخدره توكو د كر او قاچاق ترڅنگ معتادان هم د دولت په وړاندې يوه لوېه ستونزه ده.

د افغانستان حكومت په نشه يي توكو د روږدو د درملنې د مخنيوي په موخه د درملنې او حرفوي زده كړو پروگرامونه پېل كړي دي.

د  حرفوي زده كړو مركز، چې د كولمبو پلان او امريكا متحده ايالاتو له خوا تمويلېږي د هغو كسانو له پاره دى، چې له نشو ښه شوي وي او دا زده كړې به دوى ته دايمي كار او كسب ورزده كړي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مهمند وايي:

د هغو ۶۰۰ روږدو كسانو له ډلې، چې سږ كال يې درملنه شوې ۲۶۰ تنو يې د حرفوي زده كړو د ترلاسه كولو غوښتنه كړې ده.

همدارنگه په كابل كې دامريكا سفارت د قانون د تطبيق مسئولين وايي:

( اعتياد يا روږدېدنه كولاى شي، لويان، ځوانان، ښځې او نارينه راښكېل كړي هېڅوك نه شي كولاى له دې ستونزې خوندي پاتې شي.)

د راديو او تلويزيون ترميمول، نجاري، نلدواني، د موبايل ترميم او خياطي هغه كسبونه دي، چې په دې مركز كې ورښودل كېږي.

كه څه هم حكومت په دې وروستيو كې د ځينو مرستندوېه هېوادونو په مرسته د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې په اړه هڅې جدي كړې، خو د ځينو كارپوهانو په اند د هېواد په ځينو سيمو كې د نا امنيو او وسله والو مخالفينو د فعال حضور له امله دا بهير چندان اغېزناك نه و او په نشه يي توكو د روږدو شمېر د زياتوالي  اندېښنې، چې لامل يې وزگارتيا او بې وزلي ده  ډېرې شوې دي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Continue Reading

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

Published

on

په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!