کوید۱۹
هندوستان د کرونا له دوه میلیارد خوراکه ډېر واکسین پلي کړل
د روغتیا او کورنۍ هوساینې وزیر داکتر منسوخ ماندویا د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ هندوستان په ټول هېواد کې د کرونا واکسین تر کمپاین لاندې له دوه میلیارد ډېر خوراکه پلي کړل، چې دا د یادولو یوه تلپاتې ورځ ده.
هند د تېر کال په اکتوبر کې یو میلیارد خوراکه د پلي کولو یادونه کړې وه؛ خو په ۹ میاشتو کې له خپلې ټاکلې موخې ورتېر شو.
تاریخ شاهد شو، چې هند د لومړي وزیر نریندرا مودي تر مشرۍ لاندې ۲۰۰ کروړه (۲ میلیارد) خوراکه کرونا واکین پلي او د نورو پلاي کولو ته چمتووالی لري.
