سیمه ییز خبرونه

هندوستان غواړي په افغانستان كې په بېلابېلو برخو كې پانګونه وكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، هندي پانګوال كولاى شي د افغانستان په پرمختګ كې مهم رول ولوبوي. هغه له هندي سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان كې پانګونه وكړي.

د هندوستان د صنعتی  کانفدراسیون د اتلسو کمپنیو مسئولینو کابل ته د خپل سفر په ترڅ كې  د افغانستان له سکتوری وزیرانو سره په يوه غونډه كې برخه واخيسته د دواړو هېوادنو ترمنځ د سوداګری او پانګونی د زياتوالي او په افغانستان كې د پانګونې د فرصتونو په اړه يې خبرې وكړې.

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خوني د عامل پلاوي رئيس قربان حقجو د هندی پانګوالو پانګونه د افغانستان د اقتصادی پراختیا لپاره ډېره ګټوره وبلله او ویی ویل:

دا د افغا نستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګرېزې ودې لپاره ښه فرصت دی.

په کابل کي د هندوستان سفير ګاتم موکوفیدایا وايي:

په دې وروستيو كې يې د خپل هېواد ډېرې پانګونې افغانستان ته جلب كړې او هڅه كوي، چې دا بهير نورهم چټكتيا ومومي او د سوداګرۍ او پانګونې پياوړتيا د دوى د ستراتيژي يوه مهم برخه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې له دوو کلونو را په دېخوا موږ هڅی کوو، چي د هند سوداګري افغانستان ته راجلب کړو د افغانستان د انتقال په موده کي زموږ د ستراتېژی اصلی  برخه دا ده، چی سوداګری او پانګونی ته پیاوړتیا ورکړو.

د افغانستان د سوداګری او صنايعو خونه وايي، هندي سوداګرو په خپل دې سفر كې  تر ۳۰۰ افغان سوداګرو سره ليدنې او خبرې كړې دي.

په دې خونه كې مسئولين زیاتوي، تمه لري چي په لومړي پړاو کې د افغان او هندی سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه كې  له ۵ تر ۷ پورې تړونونه لاسليك شي.

Trending

Exit mobile version